مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
د سخاروف سږنۍ جایزه دوه یزدي میرمنو ته ورکول کیږي
د اروپا پارلمان د بشري حقونو د سخاروف سږنۍ جایزه د بشري حقونو دوو یزدي فعالینو، نادیه مراد او لمیه حاجي بشر ته د دوی د فعالیتونو له کبله ورکوي. دغو دوو عراقي ښځو د یزدیانو له پاره هڅې کړي او د هغو ښځو برخلیک ته یې د نړۍ پام رااړولی چې د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» جنسي تیریو قرباني گرځیدلي او د جنسي غلامانو په توگه ساتل شوي.
امریکایي جنرال: د موصل په جگړه کې د داعش ۹۰۰ جنگیالي وژل شوي
له تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش څخه د عراق د موصل ښار د آزادولو د عملیاتو د پیلیدو راهیسې د دغې تندلارې ډلې ۹۰۰ جنگیالي وژل شوي دي. دغه معلومات د امریکا متحدو ایالاتو پوځ ورکړی دی. د عراق د امنیتي ځواکونو تر څنگ کردي پیشمرگه ټولگي او شیعه ملیشي هم جنگیږي. د متحدو ایالاتو په مشرۍ یوه پوځي ائتلاف له دغو ځواکونو سره هوایي ملاتړ هم کوي.
په سوریه کې پر ښوونځي برید ډیر ماشومان وژلي دي
د سوریې په ادلیب کې پر یوه ښوونځي باندې د هوایي بمبارۍ له کبله ۲۲ ماشومان وژل شوي دي. د ماشومان له پاره د ملگرو ملتونو صندوق یونیسیف د معلوماتو له مخې دا ښایي د سوریې د کړکیچ له پېل راهیسې چې پنځه کاله پرې اوړي پر یوه ښوونځي باندې تر ټولو خراب برید وي. د یونیسیف اجرائیوي رئیس انتوني لیک له یوه «وحشیانه» عمل څخه یادونه کړې ده.
د کالې کمپ تر دوشنبې ورځې په بشپړه توگه ورانیږي
د فرانسې په کالې کې ځنگل کمپ، چې د ستر اور له کبله یې زیاتې برخې سوځیدلي دي د دوشنبې تر ورځې پورې په بشپړه توگه نړول کیږي. د دغه کمپ د مسوول کس له قوله ویل شوي دي چې په تیرو درو ورځو کې له کمپ څخه ۶۰۰۰ مهاجر خوندي ځایونو ته انتقال کړی شوي دي. په دغه کمپ کې د وروستیو رسمي معلوماتو له مخې ۶۵۰۰ کسانو ژوند کاوه چې زیاتو یې له افغانستان، ایتوپیا، اریتریا، او سوډان سره تړاو لاره.
په وینزویلا کې لاریونونه شوي
په وینزویلا کې د اپوزیسیون په لسگونو زرو پلویانو د دغه هیواد په سترو ښارونو کې د ولسمشر نیکولاس مادورو د سوسیالست حکومت پر ضد مظاهرې کړي. هغوی د هغه یوه ریفرنډم چې د ولسمشر ځای ناستي ټاکي د ترسره کیدو غوښتنه کوله. دغه ریفرنډم تیره اوونۍ د ټاکنو د ملي شورا له خوا په ناڅاپي توگه لغوه کړی شو.
په ایټالیا کې تر زلزلې وروسته د ویجاړیو د پاکۍ چارې روانې دي
په ایټالیا کې د دوو زلزلو وروسته د ویجاړۍ کچه لوړه شوې ده. د رسمي معلوماتو له مخې تر اوسه د یو کس وژل کیدو خبر ورکړ شوی. د ملکي ساتنې ادارې د معلوماتو له مخې تر ۳۰۰۰ پورې کسان بې کوره شوي دي. د ځمکې دغه دوه ټکانونه چې پرون ماښام د دو ساعتونو په موده کې یو پر بل پسې رامنځ ته شول، د ریشتر پر مقیایس یې شدت ۶،۱ او ۵،۵ درجې اندازه شوی دی.