مهم خبرونه په متن او انځور کې
«په ارزګان کې طالبانو نهه افغان عسکر وژلي»
د آلمان د خبري آژانس ډي پي ای د یوه رپوټ په حواله د اررګان د خلکو یوه استازي عبید الله بارکزي ویلي چې طالبانو د دوشنبې په ورځ د پوځ یوه اډه نیولې ده او لږ تر لږه نهه سرتیري یې وژلي دي. نوموړي زیاته کړې چې دغه اډه د پنځه ورځو راهیسې طالبانو کلابنده کړې وه. د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش د پوځ پر اډه د طالبانو برید تائيد کړ خو د عسکرو د وژلو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
استانبول: بمي برید درنه مرګ ژوبله اړولې
د ترکېې په ستر ښار استانبول کې د پولیسو پر یوه سروس موټر د بمي برید په نتیجه کې د رسمي معلوماتو په حواله لږ تر لږه ۱۱ انسانان وژل شوي دي. د استانبول والي ویلي دي چې په قربانیانو کې ۷ تنه پولیس هم شامل دي. نوموړي د ۳۶ تنو د ژوبل کیدو خبره هم وکړه. د معلوماتو په حواله د زاړه ښار په یوه ناحیه کې دغه بمي برید د ریموټ کنترول په واسطه درسره شوی وو. د ترکېې امنتیي ادارې په تیارسۍ حالت کې راوستل شوي.
روسیه وايي په پولنډ کې د ناټو ستر تمرینونه د باور فضا ته زیان رسوي
روسیې پولنډ کې د ناټو د «اناکوندا ۲۰۱۶» پر سترو پوځي تمریناتو سختې نیوکي کړي. د کریملن ویاند دیمتري پیشکوف وویل چې دا تمرینونه د باور او امنیت د فضا د رامنځته کولو سبب نه ګرځي. د پولنډ امنیتي ځواکونه په دې تر ټولو سترو پوځي مانورو کې د ناټو د ۲۴ شریکانو سره سره د دې تمرین کوي چې څرنګه د لویدیځ له خوا د یوه مخفي برید څخه دفاع وکړای شي. په دې مانورو کې د سویډن، ګورجستان او اوکراین عسکر هم ګډون کوي.
اروپايي ټولنه د افریقايي هیوادونو سره د مهاجرت په برخه کې د همکارۍ په لټه کې ده
اروپايي ټولنه غواړي د ډيرو افریقايي او د منځني ختیځ د هیوادونو سره هم د ترکیې سره د شوي تړون په ډول د مهاجرت تړونونه لاسلیک کړي. د اروپایي تولنې د کورنیو چارو کمیسار دیمیتسرس اوراموپولس وویل چې د دې څخه هدف د مهاجرت د علتونو سره مبارزه او د اروپا پر لور د غیرقانوي مهاجرت محدودول دي. ده زیاته کړه چې د اقتصادي مرستو سره دغه هیوادونو دې ته باید تشویق شي چې اروپا ته راغلي مهاجر بیرته ومني.
کلنتن به احتمالاً د ډیموکراتانو کاندیده شي
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره د کاندیدانو په سیالۍ کې ښايي د ډیموکراتانو په اړخ کې هیلري کلنتن د دغه ګوند نومانده شي. د رسنیو په حواله د بهرنیو چارو دې پخوانې وزیرې په جولايي میاشت کې په ګوندي ګانګړه کې د نوماندې په توګه د ټاکل کیدو له پاره د استازو ۲۳۸۳ اړینې رای خپلې کړي دي. له دې سره دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو ستر ګوند د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره یوه ښځینه کاندیده وړاندې کوي.
د امریکا او اروپا شرکتونه په چین کې د موجودو خنډونو سر ټکوي
په چین کې د اروپايي او امریکايي شرکتونو وضعیت ډیر خراب دی. په پیکنګ کې د اروپایي ټولنې د سوداګرۍ د خونې د نظر پوښتنې په حواله د اروپايي ټولنې د پوښتل شویو شرکتونو څخه یې ۱۵ سلنه په دې هیواد کې په راتلونکي کې د ځان له پاره د ودې ښه چانس نه ویني. د امریکا د مالیې وزیر هم په پیکنګ کې د امریکا او چین د ستراتیژيک او اقتصادي دیالوګ پر وخت دلته د بهرنیو شرکتونو له پاره پر موجودو خنډونو نیوکه وکړه.