1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مودي: زموږ ګاونډی هيواد د «ترهګرۍ» ځاله ده

۱۳۹۵ مهر ۲۶, دوشنبه

د هند لومړي وزیر نريندرا مودي، د بريکس په سرمشریزه کې وويل چې په دې اتحاد کې شامل مشران بايد په سويلي آسيا کې د «ترهګرۍ د ځالې» پر ضد لاس سره يو کړي. د نوموړي اشاره په څرګند ډول پاکستان ته وه.

https://p.dw.com/p/2RIK5
Indien Goa Benaulim BRICS Gipfel
انځور: Reuters/D. Siddiqui

د فرانسې خبري آژانس په حواله مودي ويلي دي چې د هند په ګاونډ کې يو داسې هيواد پروت دی چې د ټولې نړۍ د ترهګرۍ د خپرونکو سره اړيکې لري. ده وويل چې په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روان هيوادونه برازيل، روسيه، هند، چین او جنوبي افريقا بايد دغه هيواد په شديده توګه وغندي.

د هند په ګوا ښار کې د بريکس په سرمشريزه کې د وينا پر مهال مودي زياته کړه: «ترهګرۍ زموږ د سيمې د امن، ثبات او پرمختګ له پاره يو ستر ګواښ دی.»

مودي د پاکستان د نوم له يادولو پرته وویل: «له بده مرغه د ترهګرۍ ځاله د هند په ګاونډ کې ده چې په ټوله نړۍ کې له خپرو تروريستي ډلو سره اړيکې لري. د بريکس غړي بايد په یوه خوله د دې خطر په ضد غږ پورته کړي.»

د هند ملتپال مشر نريندرا مودي، د پاکستان د منزوي کولو په هڅه کې دی. تيره مياشت د هند تر ولکې لاندې کشمير په اړي سيمه کې پر يوه پوځي اډه تر بريد وروسته چې ۱۹ هندي عسکر پکښې ووژل شول، د دواړو هيوادونو اړيکې ترنګلې شوي دي. هند د دې بريد پړه پر پاکستان اچوي. خو پاکستان دا خبره په کلکه ردوي.

د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د روان کال په جولايي میاشت کې د هندي ځواکونو له خوا د یوه بيلتون پال مشر برهان واني، تر وژل کيدو وروسته په دې لانمجمنه سيمه کې د هند د حکومت پر ضد د سترو مظاهرو او احتجاجونو لړۍ دوام لري.

کشميريانو له هند څخه د بيلتون غږ پورته کړی. له بلې خوا بیا د هندي عسکرو په عملياتو کې تر ۸۰ زیات کشميري وګړي وژل شوي او په زرونو ټپيان شوي دي. د هندي ځواکونو له خوا د داسې وسلو د کارولو له امله چې ډيرې چرۍ شيندي، په لسونو کشميريان ړانده او يا معيوب شوي چې په دې کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د دې اقداماتو له کبله هند تر سختو فشارونو لاندې دی.

د شنونکو په آند د دې امکانات ډير کم دي چې هند د پاکستان غندلو ته د بریکس مشران چمتو کړي. د دې وجه له چین سره د پاکستان پياوړې اړيکې او د روسیې سره د دفاع په برخه کې مخ پر ودې همکاري ده.

د چين ولسمشر شي جین پينګ، د بريکس د کنفرانس د پيليدو د مخه د هند د لومړي وزیر نريندرا مودي سره د ليدنې کتنې پر وخت د ترهګرۍ موضوع ياده نه کړه خو هندي چارواکي وايي چې دواړو هيوادونو د ترهګرۍ پر ضد د ګډ کار پرسر توافق وکړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب