1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مودي هم غني ته په غلطه ورځ مبارکي ويلې ده

۱۳۹۴ بهمن ۲۴, شنبه

د هند لومړی وزير ناريندرا مودي چي په ډېري لېواتيا سره هر وخت په نړۍ کي مشرانو ته د هغوی د زېږېدو د ورځي مبارکۍ لېږي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته ئې هم لېږلي ده، خو په غلطه ورځ.

https://p.dw.com/p/1Huwk
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د تويتر له لاري د خندا په نخښي (سمايلي) سره جواب ورکړی دئ: «سلامونه له مونشن څخه ښاغلی لومړی وزير. که څه هم چي زما د زېږېدني ورځ د می مياشتي ۱۹مه ده، خو بيا هم ستاسو له ميني ډکو څرگندونو منندوی یم.»

د جرمني خبري آژانس ليکي چي د تويتر کاروونکو د دغي غلطۍ سرچينه ډېر ژر وموندله: گوگل. څوک چي په هند کي د غني نوم گوگل ته ورکړي، نو د هغه د زېږېدني ورځ د فيبرورۍ مياشتي ۱۲ نېټه ورته راوځي.

د شنبې په ورځ لا له تويتره دغه خبر پاک سوی نه وو او په تويتر کي د مودي له ۱۸ ميليونو مينوالو څخه ځينو لا سات پرې تېراوه. د تويتر يوې کاروونکي د خندا د نخښي (سمايلي) ډېري مجازي اوښکي توی کړي او يوه بل کاروونکي هيله څرگنده کړې: «د مهربانۍ له مخي کار ته تمرکز وکړی د دې پرځای چي وخت بې ځايه تير کړئ.»

دا يوازي مودي نه وو چي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته ئې د هغه د زېږېدو د ورځي مبارکي په غلطه ورځ ويلې ده، بلکي ځينو افغانانو هم د ټولنيزو شبکو له لاري د فيبرورۍ مياشتي پر ۱۲ نېټه مبارکۍ لیکلي وې.