1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مود: په سوریه کې دواړه خواوي باید اوربند مراعت کړي

۱۳۹۱ خرداد ۲۷, شنبه
https://p.dw.com/p/15GLH

په سوریه کې د ملگرو ملتونو د څارونکي ماموریت مشر له دواړو خواوو څخه غوښتي دي چې اوربند مراعت کړي. د ملگرو ملتونو د څارونکي ماموریت مشر جنرال رابرت مود، په دمشق کې خبریالانو ته وویل چې په تیرو لسو ورځو کې دواړه خواو په خپلو بریدونو کې ډیر والی راوستی دئ.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دې کار د هغه د پلاوي د خوندي ساتلو په برخه کې ډیرې پوښتنې راولاړې کړي دي. د بشري حقونو فعالینو ویلي دي چې د جمعې په ورځ په نښتو کې هم ډیری کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. په عین وخت کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ به د ولسمشر اوباما او پوتین تر منځ د لیدو کتو پر وخت د خبرو اترو مهمه موضوع د سوریې کړکیچ وي. متحده ایالاتو څو وارې له روسیې څخه غوښتي چې پر بشارالاسد خپل فشارونه ډیر کړي.