1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

موسي زی: طالبان بايد د سفر پر مهال خوندي وي

۱۳۹۱ مهر ۳۰, یکشنبه

سعودي عربستان د لومړي ځل له پاره تصميم نیولی دئ، چي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ منځگړيتوب وکړي. افغان چارواکي وايي، چي په پلان کي ده د طالبانو مشران په پاکستاني پاسپورتونو عربستان ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/16U39
انځور: DW

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چي سعودي عربستان د افغانستان د سولي پروسې د ملاتړ اعلان کړی دئ.

د دغه وزارت وياند جانان موسی زي د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اکتوبر۲۱) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل، چي د افغانستان، پاکستان او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ملگرو ملتونو د عمومي غونډي پر مهال په واشنگټن کي ډيري مهمي خبري اتري سره درلودې.

هغه وويل:«د طالبانو مشران، د هغوی لوړپوړي چارواکي په پاکستان کي دي، او که داسي وي، چي هغوی دي له افغان حکومت او د سولي عالي شورا له استازو سره خبرو اترو ته سره کښېني بايد يوه دريم هيواد ته د سفر اجازه ولري، او د سفر په جريان کي خوندي وي.»

خوندي سفر

افغان حکومت وايي، چي تر دې دمخه د طالبانو هغه مشران چي د سولي د خبرو اترو له پاره ئې زړه ښه کړی وو، يا ووژل سول او يا هم په زندانونو کي پراته دي.

ملا عبدالغني برادر چي د طالبانو دوهم لوړ پوړی چارواکی بلل کېدئ اوس د پاکستان په يوه زندان کي بندي دئ. افغانستان څو واري د سولي د خبرو اترو له پاره د هغه د ازادولو غوښتنه کړې ده خو کومه نتيجه ئې نه ده ورکړې.

موسی زي وويل:«په تيرو وختونو کي د طالبانو هغه لوړ پوړو چارواکو چي له افغان حکومت سره ئې د سولي د خبرو اترو له پاره ليوالتيا ښووله يا ووژل سول يا بندي سول او يا ئې کورنۍ وگواښل سوې.»

دا په داسي حال کي ده، چي تر دې دمخه د افغان حکومت او امريکا متحده ايالاتو له خوا له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو پروسې کومه نتيجه ور نه کړه.

له دې سره سره چي قطر هيواد طالبانو ته د يوه سياسي دفتر د پرانيستلو اجازه ورکړه، هغوی د روان کال د مارچ په مياشت کي له امریکايانو سره، ځکه د خبرو اترو د درېدو اعلان وکړ چي په خبره ئې امريکايان پر خپله ژمنه نه دي ولاړ. طالبانو له گوانتانامو زندان څخه د خپلو پنځو تنو قوماندانانو د آزادېدو غوښته کړې وه.

د سعودي عربسان رول

افغان حکومت په وارو وار له سعودي عربستان څخه غوښتي ول، چي د سولي خبرو اترو د پر مختگ له پاره دي د دوی او طالبانو تر منځ منځگړيتوب وکړي. خو سعودي عربستان دغي غوښتني ته مثبت جواب نه دئ ورکړی.

دا لومړی ځل دئ، چي سعودي عربستان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ منځگړيتوب ته ليوالتيا ښوولې ده. عربستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هغوی مالي او سياسي ملاتړ کاوه. افغان چارواکي په دې اند دي، چي په دې لاره کي به د عربستان منځگړيتوب تر بل هر هيواد ډيره اغېزه ولري.

ښاغلی موسی زي وويل، چي اوس سعودي عربستان ته د طالب مشرانو د سفر پر تخنيکي مسايلو کار روان دئ:«اوس درې سره هيوادونه پر دې باندي کار کوي، چي طالب مشران په کومو اسنادو او څه ډول ويزه يا تر کومو شرايطو لاندي عربستان ته سفر وکړي.»

هغه وويل، چي په پام کي ده د سولي د عالي شورا مشر به په نزدې راتلونکې کي پاکستان ته سفر وکړي. پاکستان ته د سولي د عالي شورا د مشر سفر تر دې دمخه هم اعلان سوی وو، خو دغه سفر بيا د نامعلومو دلايلو له مخي وځنډېد.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل