1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

موسی زی: په افغانستان کي یوازي د مستقیمو خبرو له لاري سوله راتلای شي

۱۳۹۰ دی ۳۰, جمعه

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چي حکومت ئې غواړي له طالبانو سره ستونزه د سولي له لاري حل شي. دی ټینګار کوي چي په افغانستان کي سوله باید د مستقیمو خبرو اترو له لاري راشي.

https://p.dw.com/p/13n0U
موسی زي ویلي دي چي افغان حکومت باید د سولي د بهیر مشري وکړي
موسی زي ویلي دي چي افغان حکومت باید د سولي د بهیر مشري وکړيانځور: DW

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، جانان موسی زي، له پنتاګون سره په یو ویدیويي کنفرانس کي ویلي دي چي په افغانستان کي باید د سولي خبري په مستقیمه توګه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ تر سره شي.

موسی زي زیاته کړې ده چي افغان حکومت د سولي په بهیر کي د نړیوالي ټولني له مرستو څخه هرکلی کوي. خو هغه زیاته کړي چي په افغانستان کي سوله باید د دواړو ښکیلو خواوو په منځ کي وشي او طالبان او افغان حکومت باید سره په مستقیمه توګه خبري وکړي.

د طالبانو واکمني په ۲۰۰۱ کال کي راوپرځیده. په دغه کال کي د متحده ایالاتو په مرسته د حامد کرزي حکومت په کار پیل وکړ. خو طالبانو له دغه کال وروسته په افغانستان کي خپله چریکي جګړه پیل کړه. اوس چي د طالبانو د حکومت له راپرځیدو لس کاله تیریږي افغان حکومت او نړیواله ټولنه غواړي له هغوی سره سوله وکړي.

تیره میاشت طالبانو په ناڅاپي ډول اعلان وکړ چي له امریکایانو سره په قطر کي د یو سیاسي دفتر د پرانیستلو په اړه یوي لومړنۍ موافقي ته رسیدلي دي.

افغان حکومت هم د طالبانو او امریکایانو تر منځ د خبرو اترو هرکلی وکړ. خو ویویل چي افغان حکومت باید په دغو خبرو کي په مستقیمه توګه ښکیل وي. موسی زي ویلي دي چي افغان حکومت د سولي د بهیر ملاتړ کوي او له همدي وجي ولسمشر کرزي له دغه بهیر سره خپل ملاتړ اعلان کړ.

موسی زي ویلي دي چي افغانستان غواړي د سولي په بهیر کي د افغان حکومت استازي هم ګډون ولري چي وشي کولای په تیرو لسو کلونو کي د افغانستان د لاس ته راوړنو استازيتوب وکړي.

د موسی زي په خبره افغان حکومت د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ته سترګي پر لار دﺉ. د افغانستان د سولي بهیر هغه وخت له ستونزو سره مخامخ شو چي د دغه هیواد د سولي د عالي شورا مشر، برهان الدین رباني، د یو ځانمرګي برید کوونکي له خوا چي ځان ئې د طالبانو استازی پاله ووژل شو.

موسی زی وایي چي هیواد ئې غواړي د سولي بهیر بیا پیل شي. دی ټینګار کوي چي دغه بهیر باید د افغان حکومت په مشرۍ مخکي ولاړ شي. د موسی زي په خبره په دې صورت کي به د سولي خبري ښي پایلي ولري.

دا په داسي حال کي ده چي متحده ایالاتو ویلي دي په قطر کي د طالبانو د دفتر د پرانستلو هرکلی کوي خو د هغوی په خبره په دې اړه ئې کومه پریکړه لا کړې نه ده.

مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: عبدالباري حکیم