1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مولن: القاعده په پاکستان کي خوندي ځالي لري

۱۳۹۰ تیر ۲۸, سه‌شنبه

د امريکا د لښکرو لوي درستيز چي له دوو ورځو راهيسي په افغانستان کي دی وايي، يو مهال د القاعدې سازمان له افغانستان نړۍ ته ګواښ پيښاوه، خو اوس يي خپلي اډي له دغي خاوري د پاکستان اړخ ته انتقال کړي دي.

https://p.dw.com/p/11z9n
د امريکا لوی درستيز مايک مولن
د امريکا لوی درستيز مايک مولنانځور: AP

مايک مولن پرون ناوخته په کابل کي د امريکايي ځواکونو په يوه قرار ګاه کي وويل، د القاعدې ډله په افغانستان کي ځپل سوې او اوس يې خپلي اډې د ډيورنډ د کرښي هاغاړي ته انتقال کړي دي.

په پاکستان کي د القاعدې د پټن ځايونو په اړه هغه وخت شکونه په حقيقت بدل سول چي د دغي ډلي فراري مشر اسامه بن لاډن له پاکستان را پيدا سو.

مايک مولن ويره څرګنده کړه چي ښايي دغه سازمان يو ځل بيا د پاکستان له خاوري پر نړۍ د يوه ستر ګزار پلان جوړ کړي.

په امريکا کي پر نړيوال سوداګريز مرکز او پنټاګون باندي د يولسم سپټمبر د بريدونو پلان هم په همدغه خاوره کي جوړ سوي وو.

سمندري مشر مايک مولن دا هم وويل چي د افغان او متحده لښکرو د سختو عملياتو له امله د القاعدې ملا په افغانستان کي ماته سوې او دغه ډله دړي وړي د ډيورنډ ها غاړي ته تښتيدلې ده.

« القاعده لا هم په پاکستان کي فعاله ده او طالبان يې هم تر څنګ خپل فعاليت ته دوام ورکوي، دلته مو پر طالبانو او القاعدې سخت ګزارونه کړي، هغوی په افغان خاوره کي د خپلو قرار ګاوو پر شا تمبول سوي دي».

د امريکا لوي درستيز د القاعدې ډله د طالبانو په پرتله امريکا او ټولي نړۍ ته يو لوي ګواښ وباله خو ټينګار يې وکړ چي د افغانستان ځيني ډلي لکه د حقاني شبکه اوس له القاعدي سره داسي ګډه سوې، چي د سولي پروسي ته يې رابلل ناشونې ده.

د سراج الدين حقاني تنظيم، چي ويل کيږي د افغانستان په پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو کي فعال دی، د ډير يو هغو تنظيم سويو بريدونو لامل بلل کيږي چي پر سترو حکومتي او ايتلافي اهدافو تر سره سوي دي.

مايک مولن دغه څرګندوني پر داسي مهال کوي چي د افغانستان له پاره د ناټو لښکرو د نوي قوماندان د ټاکل کيدو يوازي دوې ورځي تيريږي.

د افغانستان د جګړې بهرني قوماندانان ايله اوس د ډيورنډ ها غاړي ته د خپل دښمنن د ميشت ځاينو پر شتون اعتراف کوي. خو د کابل حکومت له تيري يوې لسيزي راهيسي همدا خبري کولې.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل