1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مولن: طالبان به د روژې په میاشت کې پاکستان ته واوړي

۱۳۹۰ مرداد ۱۰, دوشنبه

د متحده ایيلاتو لوی درستيز، مایک مولن په نظر طالبان ښایی د روژی په مياشت کی له بريدونو څخه ډه ډه وکړي. هغه دا خبره په کابل کی يوی خبری غونډي ته وکړه.

https://p.dw.com/p/127DS
د متحده ایالاتو لوی درستیز مایک مولن
د متحده ایالاتو لوی درستیز مایک مولنانځور: picture-alliance/ dpa

د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز جنرال سمندر مشر مایک مولن له هلمند اوکندهار وروسته د یکشنبې په ورځ ناوخته په کابل کی د ناټو ځواکونو په مرکزي قوماندانۍ کې د خپلو ځواکونو د اروزنې په باب د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

مولن پر داسي وخت افغانستان ته راغی او د خپلو نظامي قوماندانانو د کړنو جاج یې واخیست چې یوازي دوه اونۍ کیږي چې د افغانستان د یو شمیر سیمو امنیتي چارې په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته سپارل سوي دي.

د امریکې لوی درستیز وویل چې تمه لري د روژې مبارکي میاشتي په را رسیدو به چې د مسلمانانو یوه سپیڅلي میاشت ده وسله وال طالبان له جګړې او بغاوت څخه لاس واخلي او کرار کښینې.

نوموړي وویل چې د امریکا استخباراتو ته داسي راپورونه رسیدلي چې وسله وال طالبان به په روژه کې د آرامښت لپاره پاکستان ته ولاړ سي او د افغان او بهرنیو ځواکونو پر وړاندي به د جګړې شدت کم سي.

که څه هم طالبان د سږ کال له پیل راهیسي د بدر په نامه خپل تهاجمي عملیات جاري ساتلي خو اوس هم داسي نه ښکاري چې ګوندي هغوي دي خپل بریدونه بند کړي ځکه د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا وسله والو یاغیانو په هلمند کې د پولیسو یوه مرکز ته څیرمه له بمونو ډک موټر والوزاوه او لس پولیس سرتیري یې ووژل.

د امریکې لوي درستیز د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان د انتقال پروسي ته نوي خنډونه نه متوجه کوي وویل چې دښمن هڅه کوي د افغان دولت وړتیا له ګواښ سره مخامخ کړي خو په ټوله کې بهرنی ځواکونه په هر راز حالاتو کې د افغان ځواکونو تر شا ولاړ دي او هغوي د خپلو نړیوالو متحدینو په همکارۍ حساب کولای سي.

مایک مولن زیاته کړه چې مونږ به منتظر پاتي سو چې ایا په ریښتیا طالبان د روژې په میاشت کې له وسله وال بغاوت څخه لاس اخلي که څنګه .

په ورته وخت کې دافغانستان دعالمانو شورا هم تیره ورځ د یوې وینا پاڼي په خپرولو له طالبانو غوښتي وو چې د روژې مبارکې میاشتی په مناسبت له وینې تویدنې لاس واخلي او د ټوپک شپیلۍ بنده کړي خو تر اوسه د طالبانو له اړخه نه دعالمانو شورا او نه هم د امریکې د لوی درستیز د څرګندونو په باب کوم غبرګون ښودل سوی دی.

د امریکې دغه څلور ستوري جنرال د هغو وړاندوینو خلاف چې وایې ښآیې په افغانستان کې جګړه شدیده سي وویل چې دی په دې باوري نه دی.

مایک مولن:

« زه باوري نه یم چې په افغانستان کې به وضیعت خراب والی ومومي او جګړې به تر دې هم شدیده سي، ځکه د افغان ځواکونو وړتیا دورځي په تیریدو زیاتیږي او نړیوال سرتیري هم اوس په هغو سیمو کې سته چې په تیرو څو کلونو کې هلته یاغیان ځای پر ځای ول، دا زمونږ بریالي توب او لوړ مورال ښیې او د دښمن ناتواني.»

د امریکې لوی درستیز د خپل ولسمشر د هغه پلان د هرو مرو پلي کیدو څخه یادونه وکړه چې وایې له افغانستان څخه به خپل سرتیري وباسي.

مولن وویل چې د بارک اوباما دغه پلان پر خپل ځای دې او هرو مرو به پلی کیږي.

د اوباما د پلان له مخې به سږ کال ۱۰ زره او راتلونکی کال ۲۳ زره امریکایی سرتیري له افغانستان څخه وزي.

دا کار له افغانستان څخه تر ۲۰۱۴ کال پوري د امریکایی سرتیرو د تدریجي وتلو د مهال ویش یوه برخه ده .

د امریکې لوی درستیز په دغه خبري غونډه کې د افغانستان د حکومت په دننه کې له اداري فساد او د وړتیا له کموالي اندیښنه څرګنده کړه .

هغه وویل چې د افغانانو ضعیفي حکومتوالۍ او په حکومتي دستګاه کې پراخ ادارې فساد نړیوال ماموریت له ګواښ سره مخ کړې او ډیری افغانان یې مایوسه کړي دي.

ادارې فساد هغه ښکارنده ده چې نن صبا یې افغانستان ته په نړیواله کچه تاوان رسولی او دغه هیواد یې بدنامه کړی دی.

رپوټونه ښیې چې په افغانستان کې مالي فساد په هغه کچه کې دی چې په نوري ټولي نړۍ کې له سومالیا هیواد پرته یې ساری نه لیدل کیږي.

جلالزی/ کابل
کتونکي: سید ریاض