1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مولن: پر افغان چارواکو بریدونو نه یو حیران کړي

۱۳۹۰ مرداد ۸, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو لوړپوړي پوځي چارواکي، مایک مولن، د جمعي په ورځ په یو ناڅاپي سفر کندهار ته ورسید ترڅو دغه ولایت ته چي په وروستیو کي يي ډیری لوړپوړي چارواکي وژل شوي، یو ځل بیا اطمینان او ډاډمني ورکړي

https://p.dw.com/p/126aj
مایک مولن
مایک مولنانځور: AP

مولن ویلي، چي متحده ایالات د مخه لا دا اټکل کړی وو چي په افغانستان کي به نور هم ډير بریدونه تر سره سي. هغه زیاته کړي چي دغو بریدونو امریکا نه ده حیرانه کړي:

«موږ دغو بریدونو نه یو حیران کړي. موږ لا د پخوا څخه پوهیدو چي یاغیان به بالاخره دا لاره غوره کړي. دوی به دغه کار ته ادامه ورکړي او موږ باید ډیر سخت کار وکړو چي د هغوی مخنیوی وکړو.»

د تیري چهارشنبي په ورځ یوه ځانمرګي برید کونکي د کندهار ښاروال وواژه او دغه بیره یي را پیدا کړه چي ګني یاغیان په کندهار کي د قدرت د خلا د رامنځ ته کولو په کوښښ کي دي.

د کندهار د ښاروال وژنه د دغه ولایت د چارواکو لومړۍ وژنه نه وه، بلکي تر دي وړاندي هم د کندهار د علماو شورا مشر، د کندهار د ولایتی شورا ریس، د دغه ولایت امنیه قوماندان او ډیر نور چارواکي په بیلا بیلو بریدونو کي وژل سوي دي.

کندهار د طالبانو اصلي مرکز بلل کیدی، خو وروسته له هغي چي امریکایانو او نور نړیوال ځواکونه افغانستان ته راغلل، دغو ځواکونو هم خپله ډیره توجه دغه ولایت ته واړوله.

په افغانستان کي د چارواکو وژنو کندهار تر ټولو ډیر زیانمن کړی دی. د ملګرو ملتونو د یوه رپورت په حواله د اپریل او جون د میاشتو تر منځ، د افغان چارواکو نیمایی وژنی د کندهار په ولایت کي ترسره سوي دي.

په کندهار کي د چارواکو وژني، او وروسته بیا د طالبانو لخوا د دغو وژنو د مسولیت په غاړه اخیستني، کیدای سی افغان چارواکو ته د طالبانو لخوا یو ګواښ وی.

په کندهار کي افغان چارواکي په داسي حال کي وژل کیږي چي اوس مهال د ناټو ځواکونو په دغه ولایت کي طالبان تر سخت پوځي فشار لاندی راوستی دی.

مولن هم کندهار ته په خپل سفر کي ویلي، چي د قومي مشرانو او دولتي چارواکو وژني د طالبانو ورستی تکتیک دی.

د هغه په وینا طالبان په ورستیو کي د بهرنیو ځواکونو تر سخت فشار لاندي راغلي.

په کندهار کي د لوړپوړو دولتي چارواکو وژنه په داسي حال کي زیاته سوي، چي بهرنیو ځواکونو د افغانستان څخه د خپلو پوځیانو په ایستلو پیل کړی دی.

دا په داسي حال کي ده چي د امریکا متحده ایالات د راتلونکی کال تر اوړی پوري له افغانستان څخه خپل 33000 پوځیان باسي.

مولن کندهار ته د خپل د سفر پر مهال ویلي چي وروسته له هغي چي د امریکايي پوځیانو لومړۍ ډله له افغانستان څخه ووڅي بیا به هم په دغه هیواد کي کافي امریکایي او افغان ځواکونه شتون ولري ترڅو د افغانانو امنیت ټینګ کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولی اڅکزی