1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

موډیز، د اروپايي اقتصاد دثبات د ميکانيزم د اعتبار درجه راټیټه کړې

۱۳۹۱ آذر ۱۱, شنبه

د سترو نړیوالو شرکتونو او هيوادونو د اعتبار ارزونې آژانس موډیز (Moody’s) د اروپایي اقتصاد د ثبات د میکانیزم د ادارې (ESM) د قرض اخيستلو اعتبار يوه درجه راټيټ کړی دی.

https://p.dw.com/p/16u8I
انځور: dapd

د اروپايي اقتصادي ثبات د ميکانيزم اي ايس اېم، په نوم نړیواله اقتصادي اداره د روان مېلادي کال د سپتامبر په ۲۷ مه نېټه رامنځ ته سوه. دغه اداره د يورو پول واحد د ژغور د صندوق برخه ده، چي د اروپا د اقتصادي ثبات د ټيکاو د پخوانۍ ادارې ځای به ونيسي.

موډيز چي د قرضو د اعتبار د ارزولو نړیوالو آژانسونو څخه يو ستر آژانس دی، په داسي حال کي د اي ايس اېم، اعتبار راټيټوي چي د المان پارلمان یا بوندستاگ د جمعې په ورځ د يونان سره د نوو اقتصادي مرستو منظوري ورکړه. اټکل کېده چي د يورو پول واحد د غړو او نړیوال اقتصادی بانک له خوا د يونان سره نوي اقتصادي مرستي به پر اروپايي اقتصاد باور زيات کړي، خو د موډيز تازه پرېکړه د دغه اټکل ضد ده.

په موډيز کي ESM د اعتبار تر ټولو لوړه درجه  (Aaa)درلوده. د يوې درجې په راټيټېدو سره دغه درجه اوس  (Aa1) ته رسیدلې ده. خو موډيز يوازنی آژانس نه دی چي د قرضو اعتبار ارزوي. د بېلگي په توگه د فيچ نومي آژانس د ارزونې له مخي اي ايس اېم لا تر اوسه هم د اعتبار تر ټولو لوړه د درجه لري.

د يورو د ډلې رئيس جان کلاوډې يُنکر، د موډيز پر ارزونه حيراني ښودلې ده. نوموړي ويلي دي چي د اي ايس اېم تر شا «سياسي او اقتصادي» ملاتړ ولاړ دی. يُنکر زياته کړې. «د موډيز دغه پرېکړه زما له پاره په مشکله د پوهاوي وړ ده.»

د موډيز آژانس د تيري اونۍ په سر کي د فرانسې د هيواد څخه هم د اعتبار تر ټولو لوړه درجه اخيستې وه.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: سيدرياض