1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

موږ هم امريکايان يو

۱۳۹۰ مرداد ۱۹, چهارشنبه

د پیو د اطلاعاتو او تحقیقاتو د مرکز پر اساس اوس محال دوه نیم میلیونه مسلمانان په امریکا متحده ایالاتو کی ژوند کوی. دوی په اوصولې ډول د امریکا د متحده ایالاتو په ټولنه کی مدغم شوی دي، دوی لوړی زده کړی کړی دی.

https://p.dw.com/p/12Dpo

خو د 2001 کال د سپټمبر د 11 نیټی راهیسی دوی په دی باور دي چی په دغه هیواد کی ژوند تیرول دوی ته ډیره ګرانه شوی ده. د نیویارک د (ګرونډ زیرو) په سیمی کی د یو اسلامی مرکز د جوړیدلو مساله، په هغه ځای کی چی د سپټمبر په 11 نیټه دوه نړیوال تجارتې مرکزونه د خاورو سره خاوری شول، په ښکاره بحثونو کی یوه توده موضوع ده. له دی امله د مسلمانانو ټولنی ډیر کوښښ کوی چی تندلارو اسلامی ډلو ته دا واضحه کړی چی دوی هم د خپلو مسیحی ګاونډیانو په څیر د تندلارو مسلمانانو تروریزم غندې.»

په امریکا متحده ایالاتو د مریلند په ایالت کی د راکویل په ښار کی په یوی داسی کوټی کی چی هیڅ کړکۍ نه لری 20 تنه نارینه او ښځینه عام ښاریان سره راټول شوی ؤ، تر څو د خپل پارلمان استازو سره د آسیا او امریکا د ګډی ټولنۍ د فعالیتونو په اړه سره خبری وکړی. سمیرا حسین هم په دغو خبرو کی ګډون لری نوموړۍ وایی:« زه د نورو ټولنو څخه ملاتړ کووم، په همهغه ډول چی هغوی له ما څخه ملاتړ کوی.»

خو دغی فلسطینی ټبری میرمنی د پرلپسی کوښښونو او ستونزو ورسته وکولای شو چی خپل دریځ د مونتګومری په سیمی کی ثابت کړی. سمیرا حسین یوه مسلمانه میرمنه ده. او په 1972 کال کی کله چی یوه پیغله نجلۍ وه د امریکا متحده ایالاتو ته تللې وه. او هلته یی واده وکړو او اوس د څلورو زامنو مور ده. د خلیج د لومړی جګړی د پیل سره د ده ستونزی هم پیلۍ شوی.

« په پیل کی به یی زمونږه موټری خرابول، او ټیرونه به یی ورته پنچرول او زمونږ د کور دروازی به یی ویجاړولۍ، خځلۍ او خپل مړه الوتونکې مرغان به یی زمونږ په لور غورځول او یا به یی زمونږ نیالګی او ګلان نړول. تر ټولو ډیر بد خو دا ؤ چی په ښوونځی کی به یی زما ماشومان وهل او ټکول، او د ښوونځی په لاره کی به یی څارل او زورول. دوی به مونږ ته سپکاوی کاوه او زمونږ په وړاندی د هیڅ ډول بدۍ څخه به یی لاس نه اخسته.»

د یو لسم د سپټمبر تر پیښی وروسته ستونزی د پخوا په پرتله لاپسی ډیر شوې دي. میرمن سمیرا حسین چی د ټولنیزو چارو یوه کارکونکې ده د خپل کار په ځای کی یی هم یو ځل سپکاوی شوی دی.

« ما هیڅ ډول ناسم کار نه دی ترسره کړی. زه یوه منونکۍ ښارې یم چی په ښوونځی او د ګاونډیانو په منځ کی په دوطلبانه توګه کار کوم. دی ته په نه پام کولو سره چی مشکل په څه شی کی دی ما تل کوښښ کړی دی چی د یو ښه ګاونډی په توګه په هر کار کی خپله ونډه واخلم. خو آیا زه په دی خاطر چی یوه فلسطینۍ او مسلمانه یمه، زورول کیږم.»

سمیرا حسین به په هر ځای کی، که هغه به ټولنه وه، یا د کار ځای او یا هم ښوونځی، خلکو ته به یی تشریح کوله چی دا ولې څادر په سروې.

« زما وسله زما پوه ده. زه خواړم چی خلکو ته معلومات ورکړم او بهتره ده چی په لومړی سر کی ماشومانو او یا د ښوونځی زده کوونکو ته واضح شی، دا ځکه چی کله دوی زمونږ پر دین او کلتور پوه شی نو د مورپلار په نظر کی به یی هم بدلون راشی.»

سمیرا حسین وایی چی د دی کوښښونو نتیجه ورکړی ده. نوموړۍ په 2002 کال کی د ( په ټولنه کی د یو بل د نه زغملو) په وړاندی د کوښښونو او مبارزی له امله د سیمه یزی اداری له خوا ؤ نازورل شوه. د نوموړۍ نوم د شارې کانفرانس د مرکز په سالون کی په ایښودل شوی د برځو د مجسمی په پښه لیکل شوی دی.

طفیل احمد په هندوستان کی زږیدلې دی او په پاکستان کی لوی شوی دی او د 1973 کال راهیسی د امریکا په متحده ایالاتو کی ژوند کوی. د ده د بار چلونۍ بحرې شرکت اوس د ده د زوی له خوا پرمخ بیول کیږی. نوموړی د یولسم د سپټمبرد پيښی څخه وروسته د خپلۍ لوی غونډی په نامه د خبرو اترو او بحث لومړۍ مجلس جوړ کړ او وروسته له هغی یی د عامه ګټو د مرستو کار پیل کړ.

طفیل احمدی د مونتګومری په سیمی کی د اړینو خلکو له پاره اعانه او خواراکې توکې راټولوی. خو نوموړی وایی چی د دوی په سیمی کی زیاتره عام المفی کارونه د سپین پوستو له خوا ترسره کیږی. او دغه حالت باید بدلون ؤمومې تر څو مسلمانان او نور اقلیتونه په ښه ډول وکولای شی په ټولنۍ کی مدغم شی. ولید حافظ یو بل تن دی چی د سوریی څخه راغلې دی. نوموړی پخوا 20 کاله په جرمنی کی اوسیدلې، او د 10 کلونو راهیسی د امریکا په متحده ایالاتو کی اوسیږی. د مسلمانانو د خیریه ټولنی دغه غړی د مونتګومری په سیمی کی اوسیږی:

« په دی سیمی کی خلک ډیر معلومات لری او که ټکساس او یا د ویرجینیا لویدیځ ته لاړ شی، هلته خلک اوس هم نه پوهیږی چی سوریه یا ادرن چیرته پروت دی،او د یولسم د سپټمبر د پيښي مسول څوک ؤ. دوی نه غواړی په دی پوه شی.»

میمی حسنیین هم وایی چی د مونتګومری د سیمی خلک د دوی څخه ملاتړ کوی. دا 63 کلنه مصری ښځه د دریو وړکتونونو مشره ده. نوموړی د سپټمبر د یولسمی نیټی د پيښي څخه وروسته ویره درلودله چی داسی ؤ نه شی چی د دغی سیمی خلک به نور خپل ماشومان د ده وړکتونونو ته وانستوی. خو برعکس نوموړۍ په هغه وخت کی د دغی سیمی د خلکو د قوی ملاتړ څخه خبری کول.

« هغوی ما د یوی مسلمانې ښځی په توګه نه بلکی ما په میمی خپل نوم پيژنې.»

جولد قاسم په 1985 کال کی د سومالیی څخه د امریکا متحده ایالاتو مونتګومری سیمی ته راغلې دی. نوموړی اوس اوس د مسلمانانو د خیریه ټولنی د مشر په توګه ټاکل شوی دی. دغه ټولنه د 300 څخه تر 400 پوری فعاله غړې لری. ده چی د امریکا د متحده ایالاتو په پوځ کی هم دنده ترسره کړیده، د دی پوښتنی په ځواب کی چی آیا ته یو امریکایی یی او که مسلمان؟ داسی ځواب ورکوی:

« دوی داسی پوښتنه د یو مسیحی څخه هیڅکله هم نه کوی. دا یو بی لاری کوونکۍ پوښتنه ده. زه دواړه یم. زما نسل هیڅ ډول ستونزه نه لری چی ووایی، چی زه یو امریکایی او مسلمان او یا مسلمان او امریکایی یم. دا چی کوم یو مخکی وویل شی فرق نه کوی.»

کريستينا/ ابراهيم خيل/ ناصر

کتونکی: نجيب الله زيارمل