1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«موږ وښودله څومره قوت راپکښې نغښتی دی»

۱۳۹۴ دی ۳, پنجشنبه

د مهاجرو کړکیچ د آلمان د ولسمشر د کریسمس په مناسبت د وینا په محراق کې ځای لري. هغه وايي: په دیالوگ کې د حل لاري باید ولټول شي، هغه حل لاري چې له اخلاقي معیارونو سره برابروي او ټولنیز گډ ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي.

https://p.dw.com/p/1HSqB
انځور: picture-alliance/dpa/T. Schwarz

د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوک د مسیحي میلاد اختر (کریسمس) په مناسبت آلمانانو ته په خطاب کې خپله وینا په « ښوو تشویقي» خبرو سره ښایښته کړې ده. هغه وايي چې د مسیحیانو سپیڅلي کتاب هغه یوه کیسه کوي چې «د کریسمس په پیښو کې د خدای د بشر دوستۍ نښانې ښکاري.» په وینا کې وړاندي راغلي دي: «څومره غوره ده چې موږ د دغې بشر دوستۍ په غیز کې ونغړو». گاوک وايي: خو ترټولو غوره به دا وي چې انسان په خپله دغه بشر دوستي تجربه کړي او «موږ یې خپلې نړۍ ته ور په برخه کړو.»

تر ټولو مخکې گاوک له هغو خلکو څخه مننه وکړه چې په خپله خوښه او یا هم د خپلي دندې له مخې د مهاجرو پر کړکیچ د لاس برتوب په خاطر یې مرستي کړي او کوي يې. د آلمان ولسمشر په خپله وینا کې چې په رسمي توگه نن ماښام د آلمان د ملي تلویزیونو له خوا خپریږي وویل: «موږ وښودله چې څومره قوت راپکښې نغښتی دی: نیک نیت او اراده، مسلکي توب، خو په عین وخت کې د ابتکار او نووښت هنر.» هغه وویل چې یو زیات ناڅاپي مرستندویان د «دې هیواد د مېلمه پالني او بشردوستۍ څیره وگرځیدل.»

د نظر اختلاف د دیموکراسۍ یوه برخه ده

خوگاوک په عین وخت کې په آلمان کې له مهاجرو سره د چلند په هکله د «روان تند بحث» په اړه هم خبري وکړې: «موږ له مهاجرو سره څرنگه چلند وکړو، هغه خلک چې زموږ په هیواد کې د پاتېدو او د خپلي راتلونکي جوړلو په لټه کې دي؟» د آلمان ولسمشر په دې هکله سپارښتني وکړې: «یوازي په ښکاره خبرو او بحثونو سره موږ کولای شوو چې د حل لاره پیدا کړو، هغه لاري چې اوږدمهال ثبات ولري او د ولس اکثریت يې ومني.» هغه وویل: «د نظر اختلاف د گډ ژوندانه له پاره کوم خنډ نه دی، بلکي دا د دیموکراسۍ یوه برخه ده. دا د ټولني فعال وگړي دي چې اکثرا نه حل شوو ستونزو ته گوته نیسي.»

هغه زیاته کړه چې دا هم روښانه ده چې زور زیاتی او کرکه په روانو بحثونو او خبرو کې قانوني وسایل نه دي. گاوک ټینگار وکړ چې: «اور اچوني او پر بې دفاع خلکو حملې زموږ د کرکې او زموږ د سزا مستحق دي.»

د آلمان د ولسمشر د وینا په دوام کې راغلي دي چې اوس باید د حل لاري وموندل شي، هغه لارې چې له «اخلاقي معیارونو» سره برابري وي او دغه را «گډ ټولنیز ژوند تاواني» نه کړي او «د خپلو وگړو ښیگڼي په پام کې ونیسي، البته په عین وخت کې د مهاجرو درد او رنځ هیر نه کړي.» وگړي او سیاستوالان په گډه باید له هغه څخه دفاع وکړې چې «زموږ د لیبرال او دیموکرات هیواد ژوند جوړوي او د میني وړ یې گرځوي.» گاوک وویل: «فرد او دغه راز ټولنه کولای شي چې تل په خپل ځان کې نوي شیان کشف کړي او هغو ته وده ورکړي.» هغه زیاته کړه: «په دې ډول دا هیواد کولای شي چې هغه چلينجونه وپيژني پر ځان یې مني او زه په دې هکله ډاډه یم چې پر هغو به لاس برتوب پیدا کړي.»

ویره او نه ډاډمنتوب

د آلمان ولسمشر وویل که چیري ۲۰۱۵م کال ته سړی نظر واچوي، نو لیدل کیږي چې دغه کال له سترو ناورینونو، زور زیاتیو، ترور او جگړو سره جوخت وو. له دې ټولو سره ویره او نه ډاډمنتوب را پیدا شوی دی. یو گڼ شمیر کړکیچونه په عین وخت او زمان کې سره پیښ شوي، ځینې لا دوام لري: مالي کړکیچ، د اروپا په اتحادیه کې د زیاتیدو په حال کې اختلافات، د یونان د راتلونکې په هکله بحثونه.

گاوک د اوکراین، سوریې، افغانستان کړکیچونو او دغه راز د تروریزم له گواښونو سره افریقايي سیمو ته هم اشاره وکړه. د آلمان ولسمشر په خپله دې وینا کې چې د ولسمشرۍ په ماڼۍ «بیلیوو» کې ثبت شوې ده، د آلمان د پوځ هغو سرتیرو ته خپل تاوده سلامونه وړاندې کړل، چې همدا اوس د نړۍ په مختلفو سیمو کې د «تروریزم د ريښوو پر ضد د خطر لرونکي مبارزې» له پاره په عملیاتو بوخت دي.