1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

موګابي پر خپله پخوانۍ ستراتيژۍ ټينګار کوي

۱۳۸۷ فروردین ۲۰, سه‌شنبه

په افريقايي هيواد زمباب وې کي ولسمشر روبرت موګابي اوس داهڅه لري چي له دغه هيواد څخه دسپين پوستو فارم لرونکو په شړلو سره د ولسمشرۍ دټاکنو په دوهم پړاو کي زياتي رايي تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/DeAJ
د زمباب وې مشر رابرت موګابې
د زمباب وې مشر رابرت موګابېانځور: AP

په دغه هيواد کي د مارچ دمياشتي پر 29 نېټه د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکني سوي، خو د ولسمشرۍ دټاکنو نتيجه لا تراوسه هم نده اعلان سوې.

د زمباب وې دمخالفينو مشر تزوان ګيرای د نړيوالي ټولني څخه ددې هيله کړې چي د زمباب وې د اولس سره دي مرسته وکړي.

ځيني کسان دي چي اصلاً دا تصورنسي کولای چي يو وخت به دوي د ځواک له مسنده څخه ليري کيږي. يو ددغه کسانو څخه دختيځي افريقا د هيواد 84 کلن زورواک روبرت موګابې دی چي د 28 کالو څخه راپدېخوا د زمباب وې د دولت مشردی، داسي ښکارچي د مارچ دمياشتي د ولسمشرۍ په ټاکنو کي يې ددغه هيواد دمخالفينو د مشر مورګان تزوان ګيرای په مقابل کي ماته خوړلې وي، خو بياهم دی او د ده پلويان دغه ماته نسي زغملای او اوس غواړي چي په زور سره د زمباب وې ولسمشر پاته سي.

دې موخي ته د رسېدو دپاره يې بيا په اصطلا د جګړې اتلان يي چي د ده جنګي مليشاوي بلل کيږي، دې ته راهڅولي، ترڅو دسپين پوستکوفارمونه غصب کړي. او د 2000 ميلادي کال د خونړيو پيښو په شان بيا هم دی نه غواړي چي بې مځکو تورپوستو بزګرو ته مځکي ورکړي، بلکي خپلو پلويانوته، ترڅو چي دهغوي په مرسته دی د ځواک په مسند پاته سي.

موګابي بيا هم په دغه هيواد کي نژادي سياست چلوي
موګابي بيا هم په دغه هيواد کي نژادي سياست چلويانځور: AP

دتيري شنبې د ورځي راهيسي، څنګه چي دCFU په نامه د کرونده ګرو دټولني په يوه رپوټ کي ويل سوي دي، لږ تر لږه 15 فارمونه غصب سوي د زمباب وې پوليس ددغه پيښو په مقابل کي ډير زيات غبرګون نه ښه يي، ځکه چي په دغه کار کي په اصطلا د جګړې د اتلانولاس دی او دوي خو د موګابي نژدې پلويان دي. موګابي بيا هم په دغه هيواد کي نژادي سياست چلوي او په دغه هيواد کي خپل تورپوستي پلويان دې ته راهڅوي چي دسپين پوستو فارمونه ونيسي. عيني شاهدانو حتي له دې څخه خبري کړي دي چي پوځيانو هم په دې کار کي لاس درلود.

داسي ښکاري چي روبرت موګابي د ده د ګوند د سياسي دفترله خوا دې ته راهڅول سوی وي چي دی بايد قدرت له لاسه ورنه کړي اود ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو ته ځان چمتو کړي.

دTrevor Ncube په نامه نشراتي څانګه ليکي چي: داسي ښکاري چي د موګابي پلويان بيا سره يو موټي سوي وي. د زانو په ګوند کي د ډيرو کسانو دپاره دا دويري او مايوسۍ خبره وه، چي دوی به ټاکني بايلي خو اوس دوی يو بل پلان لري او هغه داده چي د پرله پسې ټاکنو په نتيجه کي په هره بيه چي وي، بيرته بری ترلاسه کړي.

په هراري کي د زمباب وې ستري محکمې دا پريکړه چي د ټاکنو نتيجې دي اعلام نسي، خو د روبرت موګابې مخالفه سياسي ډله په دې ټینګار لري چي د ټاکنو نتيجې دي ډير ژر اعلام کړای سي.

Morgan Tsvangirai Simbabwe Opposition
د زمباب وې د مخالفينو مشر مورګان تزوان ګيرایانځور: picture-alliance/ dpa

د مخالفينو مشر مورګان تزوان ګيرای اوس هڅه کوي چي جنوبي افريقا له ده سره مرسته وکړي. نوموړي په يوهانس بورګ کي خبري کړي، خو د خبرو دنتايجو په هکله څه ندي ويل سوي.

دمخه تزوان ګيرای د امريکا دمتحده ايالتونو، جنوبي افريقا او لويي بريتانې څخه ددې غوښتنه کړې وه چي په روبرت موګابې باندي فشار واچوي خو د زمباب وې په مساله کي افريقايي منځګړ Thabo Mbeki د تيري یک شنبې په ورځ په لندن کي ويلي: چي موږ د زمباب وې دټاکنو دبهيره څخه ډيرخوشاله يو، دغه ټاکني سمي سرته رسېدلي.هسي چي هيله کېده چي ښايي په افريقايي هيواد زمباب وې کي دټاکنو په نتيجه کي يو نوښت راسي هسي به نه وي. موګابې غواړي چي پرخپل پخوانۍ ستراتيژۍ باندي ټينګار وکړي نو په دې صورت کي به ددغه هيواد راتلونکی برخليک نا روښانه وي.