1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميدان ښار کي چاودني سخته مرگ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۱ آذر ۳, جمعه

د ميدان وردگ ولايت چارواکي وايي، چي په ميدان ښار کي د يوه ځانمرگي بريد په ترڅ کي درې تنه ملکي کسان وژل سوي دي او د ښځو او کوچنيانو په گډون نزدې ۹۰ تنه نور ټپيان سوي دي. د پيښي پړه طالبانو پرغاړه اخيستې ده.

https://p.dw.com/p/16oUR

د ميدان ورگ ولايت وياند شاهد الله هاشد په خبره، پيښه د دغه ولايت د مېلمستون ودانۍ شا ته په يوه کوڅه کي رامنځته سوې ده، چي په خبره ئې يوه ځانمرگي بريد کوونکي له چاودېدونکو مواد ډک مازدا موټر ته له ځان سره يو ځای چاودنه ورکړې ده.

د هغه په خبره په پيښه کي تقريباً ټول وژل سوي او ټپيان سوي کسان ملکي وگړي دي. شاهدالله له دويچه ويله سره په يوه تليفوني تماس کي وويل: «په پيښه کي درې تنه وژل سوي دي چي يوه مېرن او دوه تنه د ولايت کارکوونکي دي. او دغه راز ۹۰ تنه ټپيان سوي دي، چي ۷۵ تنه نارينه، ۱۱ تنې مېرمني او څلور ماشومان دي.»

د ميدان ښار د عامه روغتون رئيس علام فاروق مخلص، ويلي دي، چي دې روغتون ته ئې تر اوسه پوري ۹۰ تنه ټپيان وروړل سوي دي.

د ميدان وردگ ولايت د وياند په خبره په پيښه کي نژدې کورونو او ودانيو ته هم زيان رسېدلی دئ.

ويل کيږي چي د ځانمرگي بريد کوونکي هدف په سيمه کي له بهرنيو ځواکونو سره د همږغی مرکز وو.

خو شاهدالله وايي، چي په دغه سیمه کي چي موټرچاودلی دی بهرنيان نسته او يوه کوڅه ده، چي شاوخوا ئې کورنه دي. د هغه په خبره د بهرنيانو مرکز د پيښې له ځایه درې کيلومتره ليري دئ.

سيمه ييز خبريالان وايي، چي چاودنه د دغه ولايت د محبس مخته رامنځ ته سوې ده او ډير بنديان پکښي ټپيان سوي دي.

په ميدان وردگو ولايت کي يو ازاد خبريال جمشېد حبيبي دويچه ويله ته وويل، چي په پيښه کي ١٠٧ کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. هغه د ولايتي روغتيايي کارکوونکو په حواله وويل، چي په دغه پيښه کي ١٢ تنه وژل سوي دي، چي څلور پوليس، دوه د والي ساتونکي او ٦ يې ملکي وګړي دي. هغه وايي دغه راز په پېښه کي ٩٥ کسان ټپيان سوي هم دي، چي د ٣٠ روغتيايي حالت ښه دى او د نورو ټپيانو وضعيت د انديښنې وړ دئ.

حبيبي وايي، چي په دې بريد کي د محبس د کارکوونکو ترڅنگ، ډيری بنديان هم ټپيان سوي دي او پاته بنديان په بيړني ډول پلازمېنه کابل ته انتقال سوي دي.

هغه وايي د بريد په سيمه کي د محبس د ودانۍ ترڅنگ، د وردگو والي عبدالمجيد خوگياڼي کور، د نظامي ځواکونو د گډي همږغۍ مرکز، د سولي د عالي شورا ولايتي دفتر او ځيني نور دولتي رياستونه هم سته.

د پيښي پړه طالبانو پرغاړه اخيستې ده او ويلي ئې دي، چي دا ئې د خپلو هغو څلور تنو انډيوالانو غچ واخيست چي په کابل کي اعدام سول. دغي ډلي تردې دمخه گواښ کړی وو، چي که ئې انډيوالان اعدام سي نو ډير ژر به ئې غچ واخلي.

د دغي ډلي يوه وياند ذبيح الله مجاهد د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي: «دا زموږ د يوه مجاهد له خوا يو موټربم وو، چي پر يوه نظامي روزنيز مرکز باندي ترسره سو.»

په افغانستان کي د ايساف ځواکونو وياند ويلي دي، چي په دې پيښه کي د هغوی شپږ تنه سرتيري سربېرن ټپيان سوي دي. خو د نورو جزئياتو له ورکولو څخه ئې ډډه کړې ده.

فريدالله ظاهر/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم