1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميدويديف په داګستان کي د تروريزم په وړاندي پنځه فقريزه پلان وړاندي کړی

۱۳۸۹ فروردین ۱۳, جمعه

د يوې دوه نيم ساعته ناستې په ترڅ کې د روسيې جمهور رييس دميتري ميدويديف د پنځو ټکو لرونکی يو پلان وړاندې کړ. ټينګار يې دا و چې دی د تروريستي بريدونو سره سره، بيا هم د تفاهم سياست پر مخ بيول غواړي...

https://p.dw.com/p/Mm46
د روسيې جمهورريس ديميتري ميدويديف
د روسيې جمهورريس ديميتري ميدويديفانځور: AP

«د قفقاز سيمه خلپې ځانګړتياوې لري. زه د وړانديزونو په تمه يم. نه يوازې د کورنيو چارو د وزير لخوا، بلکې په تېره بيا د سيمه يزو مشرانو څخه هم. اصلاحات دې څنګه پلي شي؟ د قفقاز په شمال کې څه ډول بيا رغاونه پکار ده؟»

د ميدويديف په خبره بايد هدف دا وي چې اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ته په قفقاز کې په اغېزمن ډول وده ورکړل شي. سربېره پر دې دې د زده کړې او کلتور په برخو کې پانګونې وشي. مدويديف پرته له دې له سيمه يزو ادارو څخه هم وغوښتل چې د مسلمانانو له روحاني مشرانو سره دې نژدې همکاري وکي، څو د بنسټ پالۍ په وجه د تر سره کېدونکو بريدونو مخه ونيول شي.

تاوتريخوالي ته لېواله اسلامي توندلاري او بېلتون غوښتونکي به بې له رحمه پسې تعقيب شي. ميدويديف همداراز وويل چې د تروريزم په وړاندې د هلو ځلو فهرست بايد لا پسې پراخ شي.

«دغه هلې ځلې بايد لا پسې اغېزمنې، او هم لا کلکې وي او بايد له لا زيات تشدد څخه کار واخيستل شي.»

ميدويديف د تروريستانو په وړاندې کلک او له تشدده ډک تدابير غواړي. دی حتی د تر وخت مخکې بريدونو احتمال هم نه ردوي.

«سربېره پر دې بايد له هر هغه چا سره مرسته وکړو چې له ترهګرۍ څخه لاس اخلي او وسلې پر ځمکه ايښودل غواړي.»

د روسيې د څارګرې ادارې مشر الکساندر بورتنيکوف وويل چې دوی د مسکو او کيسليار د بريدونو د تنظيمونکو د تعقيب چارې پيل کړې دي. ټولې نښې د شمالي قفقاز سيمه راپه ګوته کوي.

«موږ هغه خلک پېژندلي دي چې دغه بريدونه يې پلان کړي او تر سره کړي وو. اوسمهال د پلټنو او پوښتنو ګروېږنو لازم تدابير پورته شوي دي.»

بورتنيکوف زياته کړه چې ځينې کسان نيول شوي هم دي. مشکوک کسان اوس تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي. خو نور جزيات يې ورنه کړل.

Nagel, Christina/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل