1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: آلمانان دي مهاجرو ته ځانونه نژدې کړي

۱۳۹۴ اسفند ۲۱, جمعه

انګيلا ميرکل پر آلمانانو ږغ کړی چي ځانونه مهاجرو ته نژدې کړي او په دې ډول پرديتوب ختم کړي. هغې له مهاجرو هم غوښتي دي چي آلماني ارزښتونو ته احترام وکړي.

https://p.dw.com/p/1IBkj
انځور: Anas Modamani

د آلمان صدراعظمي انګيلا ميرکل غواړي چي آلمان ته راغلي پناه غوښتونکي ځانونه پردي احساس نه کړي. هغه دا هم غواړي چي آلمانان د مهاجرو په ادغام کي خپله ونډه واخلي.

همدا وجه ده چي انګيلا مېرکل اوس پر آلمانانو ږغ کړی دی چي له مهاجرو سره اړيکي وساتي او هغوی ته دي ځانونه نژدې کړي. د هغې په وينا د تماس نيول دغه لاره د پرديتوب د احساس د ليري کولو بهترينه لاره ده. مېرکل ويلي چي ځيني آلمانان داسي اندېښنې لري چي ګواکي له نورو کلتورونو څخه د راغلو انسانانو مدغم کول به ممکن وي که څنګه.

مېرکل له «ميتل دويچه څايتونګ» په نوم ورځپاڼي ته ويلي، دا چي ځيني آلمانان د مهاجرو د ادغام په تړاو اندېښنې لري، «يوه وجه يې دا هم ده چي زياترو دغو کسانو تر اوسه دا موقع نه ده درلودلې چي دغه مهاجر له نژدې وپېژني او د هغوی د شخصي برخليک په تړاو ځان خبر کړي.»

انګېلا مېرکل ويلي چي دا په دې باور لري چي په آلماني ټولنه کي د مهاجرو ادغام ممکن دی. خو هغې زياته کړې چي د دې له پاره دا هم مهمه ده چي پناه غوښتونکي په دې پوه کړل سي، چي هغوی «زموږ د ګډ ژوند قواعد مراعت کړي، زموږ ارزښتونو ته درناوی وکړي او له قوانينو سره سم ژوند وکړي.» د مېرکل په وينا په دغو ارزښتونو کي د ښځو او نارينه وو تر منځ مساوات او د بل ډول تفکر او نظر لرونکو په وړاندي زغم شامل دی.

مېرکل زياته کړې: «موږ دوه کارونه يو ځای کولای سو: له يو اړخه په ډېره صميمي او دوستانه توګه د مهاجرو سره مخامخ کېدلای سو او له بل اړخه هغوی ته دا خبره روښانه کولای سو چي زموږ په هيواد څه ډول دی او کوم شيان ورسره تړلي دي.»

د آلمان لومړۍ وزيري و يادي ورځپاڼي ته ويلي دي چي دا هيله لري چي د مهاجرو په وړاندي «په ورين تندي چلن وسي، ولي چي هغوی په يو مشکل حالت کي قرار لري.» خو هغې دا هم زیاته کړې چي آلمانان بايد د خپلو ارزښتونو په تړاو هم بايد خوداعتمادي ولري.