1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل آلمانيان «زړورتوب» ته ور بللي

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۱۰, سه‌شنبه

د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل، د نوي کال په وياړ خپله وینا کې آلمانیانو ته یو خوشبینانه پیغام واستاوه. هغې له خپلو هیوادوالو څخه غوښتي دي چې د آلمان له پاره د لاسته راوړنو په رامنځته کولو کې مخکښ و اوسي.

https://p.dw.com/p/1AjTI
انځور: David Gannon/AFP/Getty Images

میرکل د نوی کال په مناسبت آلمانیانو ته په خپل بیغام کې له هغوی څخه غوښتی دي چې په خپلو هیلو او پریکړو کې مصمم و اوسي. هغې په خپل پیغام کې ویلي دي چې «زه جرئت کوم» باید د ۲۰۱۴ کال، غوره جمله وي. میرکل ویلي دي چې په هره بریا کي «ژمنتیا، فداکاري او یووالی» نغښتی دی.

د آلمان صدراعظمې وویل: «دولت کولای شي پانگونه وکړي. دولت کولای شي ښه وضعیتونه رامنځته کړي. خو سیاست بې له تاسو [آلمانیانو] نه شي کولای ډیر څه وکړي. هر کار چې موږ یې په فردي ډول ترسره کوو، پر هیواد باندې ډیره اغیزه لري.»

میرکل په ۲۰۱۳ کال کې د آلمان د پارلماني ټاکنو تر گټلو وروسته د دغه هیواد له سوسیال دیموکرات گوند سره لوی اتیلاف جوړ کړ او اوس د همدې ایتلاف مشري پر غاړه لري.

«ښه خبرونه»

میرکل په خپلو خبرو کې همداراز د آلمان په کامیابي کې د اروپا ارښت ته اشاره وکړه او ویې ویل: «زموږ په هیواد کې پر مختگ، په اروپا کې له پرمختگ سره تړلی دی.» میرکل په خپلو خبرو کې ټینگار کړی دی چې اوس آلمان په یوه ښه وضعیت کې دی.

د آلمان صدراعظمې وویل چې په ۲۰۱۴ کال کې لومړی گام کیدای شي دا وي چې موږ پر دې خبره باندې ځانونه ډاډه کړو چې موږ خپلي مالي چارې له یوه ښه نظم سره راتلونکي نسل ته لیږو. په اصل کې راتلونکي نسلونه د میرکل د خبرو اصلي موضوع وه.

هغې په عین حال کې په آلمان کې له هسته یې انرژۍ څخه د بدیل وړ انرژي ته د لیږد بهیر هم ډیر مهم او د خپل حکومت اصلي مسوولیت وباله.

میرکل روښانه کړه چې د آلمان حکومت کورنۍ د ټولنې د زړه په توگه گڼي. هغې ټینگار وکړ چې حکومت به یې خپل فعالیتونه ځوانانو او ماشومانو ته د ښه تحصیلي امکاناتو د برابرولو په برخه کې متمرکز کړي.

میرکل په دې وینا کې تیر وخت ته اشاره وکړه چې په ۲۰۱۴ کال کې د لومړۍ نړیوالې جگړې سل کاله پوره کیږي او د دوهمې نړیوالي جگړې ۷۵ کاله پشپړیږي.