1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: آلمان په کوريا کي منځکړيتوب ته چمتو دی

۱۳۹۶ شهریور ۱۹, یکشنبه

د شمالي کوريا لانجه ناحل کېدونکې معلوميږي. د آلمان لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل د فرانکفرتر الګېماين څايټونګ ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي چي د پيونګيانګ سره خبري کيدلای سي. د هغې په وينا د دې له پاره بېلګه موجوده ده.

https://p.dw.com/p/2jexY
Deutschland Bundeskanzlerin Angela Merkel in Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

د آلمان لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل ويلي چي آلمان چمتو دی چي د شمالي کوريا د لانجې د حل له پاره په دپلوماتيکو هلو ځلو کي د منځګړي رول په غاړه واخلي. مېرکل د آلمانۍ ورځپاڼي «فرانکفرتر الګېماين څايټونګ» سره په مرکه کي ويلي چي که د شمالي کوريا د اټومي لانجې د پای ته رسولو له پاره پر آلمان د منځګړيتوب ږغ وسي، نو آلمان به په سمدلاسه توګه ورته «هو» ووايي.

مېرکل په خپله دغه مرکه کي د شمالي کوريا د لانجې د حل کولو له پاره د ايران سره د اټومي لانجې پر سر د جوړجاړي بېلګه ياده کړې ده. آلمان هم يو د هغو لوېديځو هيوادونو څخه ؤ چي د ايران د اټومي پروګرام په تړاو و جوړ جاړي ته د رسېدو په خبرو اترو کي دخيل ؤ. مېرکل وويل چي د ايران سره خبري اتري اوږدې خو د دپلوماسۍ له پاره مهمي وې.

د مېرکل په وينا دغو خبرو اترو يو کال مخکي يو «ښه پای» ودرلودی. د مېرکل اشاره دې ته وه چي د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا پنځو دايمي غړو او آلمان د ايران سره د ايران پر اټومي پروګرام يو تفاهم وکړ. د مېرکل په وينا دغه ډول يو چوکاټ د شمالي کوريا له پاره هم په پام کي نيول کيدلای سي.

د آلمان لومړۍ وزيري د اونۍ په جريان کي د فرانسې، امريکا د متحده ايالاتو، چين، سويلي کوريا او د جاپان د مشرانو سره تليفوني خبري کړي وې. مېرکل خپله اندېښنه ښودلې چي که شمالي کوريا خپل اټومي پروګرام ته ادامه ورکړي نو ښايي جاپان او سويلي کوريا هم اټومي وسلې خپلي کړي چي له کبله به يې په نړۍ کي د اټومي وسلو شمېر زيات سي.

مېرکل د شمالي کوريا د لانجې په تړاو په داسي حال کي دغه څرګندونې کړي دي چي د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۱۰مه نېټه) د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د شمالي کوريا د وروستۍ اټومي ازمويني په غبرګون کي غونډه لري. اټکل کيږي چي په دغه غونډه کي به پر شمالي کوريا د نوي بنديزونو لګولو موضوع وڅېړل سي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (10.07.2017):