1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: اروپا په گډه د خپلو ارزښتونو دفاع کوي

دويچه ويله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ دی ۱۱, پنجشنبه

د آلمان صدراعظمي د نوي میلادي کال په مناسبت خپله وینا کې د اروپا پر وحدت ټینگار وکړ. ميرکل د«پيگیدا» اسلام ضد غورځنگ پر مظاهرو نیوکه وکړه. هغې زیاته کړه چې«اسلامي دولت» ډله د اروپایې ارزښتونو پر وړاندي پټکه ده.

https://p.dw.com/p/1EDeV
انځور: Reuters/Maurizio Gambarini/Pool

د آلمان صدراعظمې انگلا ميرکل د نوي کال په مناسبت خپله وینا کې وویل چې د اروپا یوالی د اوکراین پر کړکېچ د بریالیتوب کيلي ده. ميرکل وویل چې په دې کې هیڅ شک نشته چې«موږ له روسیې سره په گډه د اروپا امنیت غواړو، نه د دې هیواد پر ضد».

هغې په عین وخت کې د اوکراین په ختیځ کې بحران ته په اشارې سره وویل، چې دا هم د پوښتني وړ نه دی چې «اروپا د یو داسي زورور د قانون ادعا نه مني او نه یې هم په رسمیت پيژني، چې نړیوال حقونه تر پښو لاندي کوي».

د آلمان د حکومت مشري ټینگار وکړ چې اروپا ژمنه ده، دغه کړکېچ ته د ځواب ویلو په برخه کې ونه ویشل شي، بلکي د سولي له موازینو او خپلو ارزښتونو څخه د دفاع په برخه کې د یوې واحدي اتحادیې په توگه عمل وکړي. د ميرکل په خبره اروپا په ۲۰۱۴م کال کې داسې سختۍ ولیدلې چې د مودو راهیسې نه وو پیژندل شوې.

« اسلامي دولت» اروپایې ارزښتونه ته پټکه ده

همدارنگه د آلمان صدراعظمې په خپله دغه وینا کې د «اسلامي دولت» ترهگرۍ ډلي له پټکې څخه خبرداری ورکړ. د هغې په خبره دغي ترهگري ډلې په ۲۰۱۴م کال کې ټول هغه انسانان چې د دوی د حکم متابع نه دې، تر تعقیب لاندي نیولي او په ډیري بې رحمۍ سره یې وژلي دي». ميرکل یادونه وکړه چې «اسلامي دولت» زموږ ارزښتونه په خپل کور(اروپا) کې تهدیدوي.

مهاجرتونه آلمان ته گټه رسوي

د آلمان صدراعظمې نړیوالو شخړو او بحرانونو ته په کتو سره کډوالو ته د خپل هیواد د همکارۍ ډاډ ورکړ. د هغې په خبره اوس تر دوهمي نړیوالي جگړې وروسته د مهاجرتونو رقم تر ټولو ډير شوی دی، چې اکثره د دوی د مرگ له ویري له خپل هیواد څخه تښتیدلي دي: «ښه خبره ده چې موږ له هغو انسانانو سره مرسته وکړو او هغوی قبول کړو، چې موږ ته پناه راوړي».

د ميرکل په خبره کله چې ماشومان او تر تعقیب لاندي خلک په آلمان کې بې له ویري او ډار څخه لویان شي، دا پخپله د آلمان نام نیکي ده. هغې ټینگار وکړ چې حتی هغه کسان چې د خپل ژوند د ژغورلو له پاره آلمان ته پناه راوړي هم زموږ د ټولو په گټه دي.

خارجي ضد مظاهرو ته سخت خبرداری

ميرکل په خپل دغه پيغام کې د« پیگیدا» یا اسلام ضد غورځنگ په هکله چې په اصطلاح په آلمان کې د خارجیانو د نفوذ ډیریدو پر ضد مظاهري کوي په ډیرو سختو الفاظو خبري وکړې. هغې له خپل ولس څخه وغوښتل چې د دغو مظاهرو د رابلونکو د لاس اله ونه گرځي، ځکه دوی غواړي هغه انسانان چې د پوست رنگ یا بل دین لري محروم وپیژندل شي.

ميرکل وویل: «له همدې امله ټولو هغو کسانو ته چې په دغو مظاهرو کې گډون کوي وایم: د مظاهرو له پاره د دوی بلنه مه تعقیبوئ! ځکه د دوی زړونه د مخکي له مخکي قضاوت، بې پروايي او له کرکې څخه ډک دي». هغې پر «پیگیدا» نیوکه وکړه چې په خپلو شعارونو کې «موږ ولس یو» د آلمان دیموکراتیک جمهوریت د اتباعو غورځنگ او یا هم د پخواني ختیځ آلمان له نوم څخه استفاده کوي.

قدرت په پيوستون کې دی

میرمن ميرکل د پيوستون د ارزښت په هکله وویل: «په راتلونکي کال کې هم موږ باید په خپل هیواد کې د پیوستون د پياوړتیا کوښښ وکړو.» د ميرکل په خبره پيوستون ټولنه انساني او بریالۍ کوي او دا زموږ د بریالیتوب بنسټ دی.

د ميرکل په خبره په دې توگه به آلمان وکولای شي پر هغو چيلينجونو چې په مخکې یې لري بريالی شي، لکه ډیجیټالي انقلاب چې په انساني ژوند کې بنسټیز بدلونونه رامنځته کوي.

آلمان ته د سوريې کډوال راتگ
آلمان ته د سوريې کډوال راتگانځور: picture-alliance/dpa