1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: اسلام د آلمان یوه برخه ده

دويچه ويله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ دی ۲۳, سه‌شنبه

د آلمان صدراعظمي په پاریس کې د ترهگر برید د قربانیانو په یاد په آلمان کې د مسلمانانو د اجتماع په درشل کې ټینگار وکړ چې اسلام د آلماني ټولنۍ یوه برخه ده. د مسلمانانو دغه اجتماع به نن د سه شنبې په ورځ په برلین کې جوړه شي.

https://p.dw.com/p/1EJQ5
انځور: picture-alliance/AA/M. Kaynak

د آلمان صدراعظمي انگلا ميرکل، د دوشنبې په ورځ (جنوري میاشتې۱۲مه) اسلام د آلمان یوه برخه وبلله. ميرکل یو وار بیا تیره ورځ د اسلام او خارجي ضد غورځنگ «پيگیدا» یا( د لویدیځ د اسلامي کیدو ضد وطن پرسته اروپایان) په هکله خپل دریځ روښانه کړ. ټاکل شوې وه چې په همدې ورځ به دغه ډله د آلمان په درسدن او نورو ښارونو کې پراخي مظاهرې وکړي.

د آلمان صدراعظمې په برلین کې د ترکیې له لومړي وزیر احمد داود اغلو سره د یو گډ خبري کنفرانس په ترڅ د مذهبونو تر منځ د رغوونکو خبرو اترو او ډیالوگ غوښتنه وکړه.

میرکل د آلمان د پخواني ولسمشر کریستیان وولف هغي وینا ته په اشارې سره چې هغه په ۲۰۱۰م کال کې کړې وه او په رسنیو کې یې تاوده بحثونه راپورته کړل تائید کړ چې اسلام په آلمان پوري اړه لري. ميرکل زیاته کړه چې زه هم په همدې نظر یم.

ميرکل په داسې حال کې دغه څرگندوني کړي دي چې د سه شنبې په ورځ به د آلمان له یو شمیر نورو چارواکو سره یوځای د مسلمانانو ټولنو او په آلمان کې د میشتو ترکانو په بلنه په برلین کې د برندنبورگ دروازې او فرانسې سفارت ته څیرمه په جوړیدونکي اجتماع کې گډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې د دغې غونډې یا اجتماع په ترڅ کې به په فرانسه کې د«چارلي ابدو» طنزې مجلې پر دفتر او د یهودانو پر سوپر مارکیټ د افراطي مسلمانانو د برید د قربانیانو یادون وشي.

د آلمان د صدراعظمي ویاند گئورگ شترایتر، په دغه غونډه کې د ميرکل د گډون خبر ورکړی وو. وړاند وینه کیږي چې د ميرکل مرستیال زیگمار گابریل، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک ولتر شټاین مایر، د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر او د عدليې وزیر هایکوماس به هم په دغه اجتماع کې گډون وکړي.

د مذهبونو تر منځ رغوونکو خبرو اترو ته اړتیا

ميرکل د دوشنبې په ورځ د«پيگیدا» تر مظاهرو یو ساعت دمخه چې ټاکل شوې وه د آلمان په مختلفو برخو کې وشي خبري وکړې. مخکې تر دې ميرکل د پيگیدا په هکله ویلي ول «هغه کسان چې په زړونو کې کرکه او نفرت لري» د دغو مظاهرو تر سره کوونکي دي.

ميرکل د د نوې کال په مناسبت خپله وینا کې هم په څرگندو الفاظو سره په آلمان کې د «پيکیدا» د مظاهرو په هکله خپل دریځ ښکاره کړی وو. هغې له خپلو هیوادوالو څخه غوښتي ول، چې د دغه غورځنگ پروپاگند ته اجازه ورنه کړي، څو له دوی څخه د ابزارو په توگه استفاده وکړي.

د آلمان صدراعظمي تیره ورځ وویل، چې دولت به يې تر خپل توانه پوري هڅه وکړي، څو په آلماني ټولنه کې د کډوالو کامیابه مدغم کیدل تضمین کړي. همدارنگه ميرکل د مذهبونو ترمنځ پر خبرو اترو ټینگار وکړ.

هغې همدارنگه د پاریس د ترهگریز برید د نفي کولو په برخه کې د مسلمانانو هڅې وستایلې. په آلمان کې د مسلمانانو درې پر څلورمه برخه ترکان تشکیلوي چې نیمایې بیا د آلماني تابعیت درلودونکي دي.