1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل امريکا ته خپل سفر پيل کړ

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۲, جمعه

د آلمان صدراعظمه اوس په یوه دوه ورځني سفر په واشنگټن کې ده. د هغې سفر د اوکراین د کړکیچ او د امریکا د کورني امنیت ادارې د څارنیزي رسوایي تر سیورې لاندي راغلی دی. دا واشنگټن ته د NSA تر رسوایي وروسته د میرکل لومړی سفر دی.

https://p.dw.com/p/1BsoW
انځور: dpa

میرکل به د جمعې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما، سره وویني. دواړه مشران به پر روسیې باندي د لا ډیرو بندیزونو په اړه خبري وکړي. امریکا متحده ایالات او یو شمیر متحدین یې پر روسیې باندي تور لگوي چې په اوکراین کې د وروستیو ناآرامیو په رامنځ ته کولو کې نقش لري او پر هغو ژمنو عمل نه کوي چې د دغه کړکیچ د پای ته رسیدو په موخه ورباندي موافقه شوې وه.

اوس هم اروپايي ټولني او امریکا متحده ایالاتو پر یو شمیر روسي شرکتونو او و گړو باندي بندیزونه وضع کړي دي. دغه هیوادونه غواړي چې په دې ترتیب سره پر روسیې باندي اقتصادي فشارونه رامنځ ته کړي.

د سپیني ماڼۍ ویاند ویلي دي: «هغوی به د بندیزونو په اړه خپلي نزدې همکارۍ ته دوام ورکړي. دغه بندیزونه پر روسیې باندي له دې کبله وضع شوي دي چې په دوامداره توگه د اوکراین پر حاکمیت باندي تیری کوي او د اپریل پر ۱۷مه نیټه د ژنیو په غونډه کې په شویو ژمنو کې پاتي راغلی دی.»

تر اوسه پوري امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولني پر روسیې باندي یو ډول بندیزونه وضع کړي دي، خو یو شمیر امریکایي قانون جوړونکي بیا په دې نظر دي چې میرکل باید د روسیې پر وړاندي لا سخت دریځ خپل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر کارپوهان وايي چې د آلمان په شمول یو شمیر اروپايي هیوادونه چې له روسیې سره نزدې اړیکې لري ښايي پر دغه هیواد باندې د لا ډیرو بندیزونو په وضع کولو کې زړه نا زړه وي.

خو د سپینې ماڼۍ ویاند وویل چې امریکا متحده ایالات او اروپايي ټولنه پر روسیې باندي د بندیزونو د وضع کولو په برخه کې اختلاف نه لري. هغه زیاته کړه: «په دې اړه د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولني تر منځ ډیره همکاري او همغږي موجوده ده. پر دې سربیره موږ د G7 له هیوادونو سره هم همغږي لري. خو موږ د دې تمه لرو چې دغه همکاري لا پسې پراخه شي.»

د امریکا د کورنۍ امنیت ادارې رسوایي

د میرکل د سفر د بحث یوه مهمه موضوع به د امریکا د کورني امنیت ادارې یا NSA له خوا په اروپا کې څارنیز پروگرامونه وی. د دغي ادارې د پخواني کارکوونکي ادوارد سنودن، له خوا په بربنډو شویو اسنادو کې راغلي دي چې دغي ادارې د انگلا میرکل په گډون پر یو شمیر نړیوالو مشرانو باندي څارنه کوله.

د دغي رسوایي له کبله د امریکا او آلمان تر منځ اړیکي ترینگلي شوې. تر دې مخکې میرکل ويلي ول چې ښايي د دغو اړیکو د بیا ښه کیدو له پاره د دواړو دولتو د مشرانو له پاره څو سفرونو ته اړتیا وي.

پر اوکراین او NSA سربیره به امریکایي او آلماني مشران پر سوداگریزو اړیکو باندي خبرې وکړي.