1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل او براون: بانکونه بايد په تير او روان مالي بحران کي خپله ونډه ترسره کړي

۱۳۸۹ فروردین ۱۳, جمعه

په دولتي سطح لکه دغه ليدنه کتنه، لومړي وزيران په علاقه سره غواړي. پرون پنجشنبه د انګلستان پخوانۍ مشهوري ورځپاڼي ټايمز د جرمني د ښووني او روزني د سياست ستاينه وکړه...

https://p.dw.com/p/Mluw
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل د انګلستان د لومړی وزير ګوردن براون سره په لندن کي د ليدني کتني پر مهال
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل د انګلستان د لومړی وزير ګوردن براون سره په لندن کي د ليدني کتني پر مهالانځور: AP

ټايمز ليکلي ول ، چي برتانيې په دغه برخه کښي ډير لږ قدمونه پورته کړي دي ، او دا پداسي حال کښي چه جرمني پر ډيري سپما سربيره د ښووني او روزني او علمي تحقيقاتو په برخه کښي لا نور هم مصارف ډير کړيدي . ځکه نو په همدې مناسبت د انګلستان په علمي اکاډمۍ رويال سوسايټي کښي پرون ماپښين صدراعظمي انګيلا ميرکل هغه په ګډه سره ولمانځل، اوويې ويل:

« د برتانوي او الماني علمي اکاډميانو تر منځ ډيره نژدې ګډه همکاري موجوده ده . دا يو ډير برياليتوب دی ، چه موږ په جرمني کښي اوس د ليوپول ډينا سره يوه ملي اکاډمي لرو . پدې وسيله د رويال سوسايتي سره ګډ کار اسانه کيږي . »

د انګلستان په علمي اکاډمۍ کښي د صدراعظمي انګيلا ميرکل بيانيې 25 دقيقې دوام وکی. ددې دمخه دې د انګلستان د صدراعظم ګوردن براون سره په چيکرس کښي ليدلي وه ، او ده ته يې د بانکي مصارفاتو الماني موډل په باب پوره معلومات ورکړل ، کوم چه د چارشنبه په ورځ د جرمني په کابينه کښي تصويب سوي وه .

د جرمني په غوښتنه بايد مالي ارګانونه او بانکونه په آينده کښي د کاله يو مليارډ ايرو د ثبات په نامه يوه صندوق کښي واچوي . دغه پيسې به بيا پر اقتصادي راتلونکو بحرانو باندي غلبه حاصله کي . دې بيا وويل:

« زه خوشاله يم چه په انګلستان کښي هم داسي نظر موجود دی چه د تادياتو دغه ډول يو صندوق جوړ سي . موږ پر دې خبري سره وکړې چه د اروپايي ټولني په چوکاټ کښي يوه ګډه کميټه جوړول غواړو . او بيا د اروپايانو په حيث په G20 سرمشريزه کښي هم . زه فکر کوم چه د امريکايانو سره په ګډه . چه دا ټول به په بين امللي سطح ددې شروع وي ، تر څو ددې اطمينان حاصل سي چه بانکونه که د يوه اقتصادي بحران سره مخامخ کيږي ، نو نه عادي خلګ او ماليه ورکونکي د مشکلاتو سره مخامخ ، بلکه دوی پخپله خپل رسک او خطر پر غاړه واخلي . »

په انګلستان کښي بايد دولت د3 غټو بانکو سره مالي کومک کړی وای ، تر څو سقوط يې نه وای کړی . د ګوردن براون حکومت تر هغه وروسته د مؤقتي وخت دپاره پر بانکو ماليه وضعه کړې ده ، تر څو د خپلي قرضې يوه برخه بيرته پلاس راوړي .

د ګوردن براون د هغه نيت څخه چه د بانکو څخه دي ماليه واخيستل سي ، بين امللي حمايه ونسوه ، خو بيا د جرمني د حکومت د وروستۍ فيصلې څخه چه بانکونه دي د ثبات يو صندوق جوړ کي ، په انګلستان کښي د علاقه مندۍ وړ وګرزيدل . انګيلا ميرکل وويل:

«په برتانيه کښي موږ پر هغه باندي ډير هراړخيزه بحثونه وکړل، لکه د امريکا په متحده ايالاتو کښي . او موږ يوازي پر دې خبري وکړې چه موږ غواړو د بانکي مصارفاتو دغه ډول صندوق په ټوله اروپا کښي رامنځته کو . په دغه برخه کښي ډير زيات توافق موجود ؤ . »

صدراعظمي انګيلا ميرکل د موقع څخه په استفاده سره په لندن کښي د اقليم ساتلو پر موضوع باندي هم خبري وکړې . دې د انګلستان په علمي اکاډمۍ کښي د هغه بحران څخه خبري وکړې ، چه د کوپن هاګن د اقليم ساتلو د کنفرانس تر ناکامه کيدو وروسته رامنځته سوی دی .

Hesse, Sebastian/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل