1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل او شټاين ماير: موږ کومه غلطي نده کړې

۱۳۸۹ بهمن ۲۲, جمعه

په ۲۰۰۹ ميلادي کال د کندوز د خونړۍ پيښي په اړه چي ډير ملکي خلک پکښي ووژل سول تيره ورځ د المان لومړۍ وزيري او د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير شټاين ماير د ځانګړې کمېسيون پوښتنو ته جوابونه وويل.

https://p.dw.com/p/QzvN
ميرکل د کمېسيون پښتنو ته د جوابونو پر مهال
ميرکل د کمېسيون پښتنو ته د جوابونو پر مهالانځور: dapd

د کندوز د پيښي په اړه د المان لومړۍ وزيري په خپله بيانيه کي هرڅه په پوره غمخواري سره داسي برابر کړي وه چي، د بريد څخه وروسته د لومړۍ وزيري په دفتر کي څه پيښ سوي ول.

د خبرو څخه داسي معلوميده چي، دې هر څه په خپل کنترول کي درلوده. که څه هم دې په کندوز کي د بريد په تړاو د حالاتو يو کوټلی تصوير نه درلودی.

د المان پارلمان او خلکو د ۲۰۰۹ کال په مني کي يو بل ډول تصور درلودی. د جرمني حکومتي غړو د کندوز د پيښي په تړاو مختلف معلومات خپرول.

په بشپړ ډول د المان حکومت بيړه نه درلوده چي د داسي يوې سختي پيښي په تړاو، چي اوس د المان په پوځ کي بې ساري ده، کوټلي معلومات په ډاګه کړي.

په هغه وخت کي د المان پخواني د دفاع وزير فرانڅ يوزيف يونګ د بريد د پيښي قربانيان ټول ترهګر او طالبان بلل. خو همدغه خبره د المان د زرغونو د ګوند غړي، په کمېسيون کي اميد نوري پور، داسي کوي چي ، پدغه وخت کي هر څه نا معلومه او کوټلي معلومات نه ول.

« د سپتمبر پر څلورمه سهار وختي د المان صدارت د يو ګڼ شمير ملکي وګړو د مړيني څخه خبرول، خو بيا وروسته څه پيښ سوه؟ ولي د المان د دفاع وزير هاخوا دې خوا منډي را منډي وهلې او د پيښي بدل مخ يي په ګوته کاوه. دا يې نه ويل چي، په پيښه کي يو ګڼ شمير ملکي وګړي په حق رسيدلي دي.»

دا ځکه چي په هغه وخت کي د المان لمړۍ وزيره د دفاع د وزير سره په يو عجيب او غريب حالت کي ول، ځکه چي په المان کي انتخابات يا ټاکني وي.

د پيښي د پوښتنو په تړاو د المان لومړۍ وزيري د پيښي د غلط اټکل پړه د المان پر پخواني دفاع وزير يوزيف يونګ باندي اچوله ، که څه هم چي، يونګ د پيښي د پايلو له امله د خپلي دندي څخه استعفا ورکړې ول.

د ميرکل د خبرو څخه داسي څرګندېده چي، دې پخواني د دفاع وزير يونګ دې ته مجبوره کړی و، چي د ملکي وګړو مړينه په ډاګه کړي.

ميرکل وايي چي ، د بريد پر وخت د لومړۍ وزيري مرستيال او پخوانی د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير دواړو د پيښي په تړاو يو نظر درلودی. شټاين ماير تر دې کمېسيون د مخه د ميرکل له خوا پوښتل سوی و.

شټاين ماير د کندوز د پيښي معلومات شکمن او ناڅرګنده بولي ، هغه وايي چي: « د يو داسي ناڅرګند او نامعلومه حالت او پيښي څخه کيدای سي غلط تعبيرونه او فيصلي رامينځ ته سي.

شټاین ماير وايي د کندوز په پيښه کي د ملکي وګړو وژل پټېدلای نسي. هغه وايي دغه پيښه او بريد د المان د پو ځيانو د پاره يو ځانګړی حالت و. د هغه په خبره د المان پوځيانو هڅه کړېده چي د ملکي وګړو د مړيني څخه پرهيز وکړي او په همدي تړاو يې خپلو متحدينو ته هم خبر داری ورکړی و.

نينا/ شيرين گرديوال

کتونکی: نجيب الله زيارمل