1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل بيا د آلمان لومړۍ وزيره وټاکل سوه

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۲۶, سه‌شنبه

د آلمان د ايتلافي حکومت د قرارداد ترلاسليکولو وروسته لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل بيا صدراعظمه وټاکل سوه. مېرکل له ۲۰۰۵ کال راهيسي د دغه هيواد صدراعظمه ده. لکه څرنګه چي يې تمه کېده هغې ته په لوی اکثريت سره رايي ورکړل سوې.

https://p.dw.com/p/1AawH
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان په پارلماني ټاکنو کي تر بريا نزدې درې مياشتي وروسته لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل د دريم وار له پاره صدراعظمه وټاکل سوه.

ميرکل له هغه وروسته په پارلمان کي د لومړۍ وزيري په توګه ځان د کانديدي په توګه رای ګيرۍ ته وړاندي کړ، چي د دوشنبې په ورځ د آلمان د سوسيال ديموکراتانو، مسيحي ديموکراتانو او سوسيال مسيحي ګوندونو تر منځ د ايتلافي حکومت د جوړولو قرارداد لاسليک سو.

د آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند مشره ۵۹ کلني انګيلا ميرکل د پارلمان له ۶۳۱ رايو څخه ۴۶۲ رايي وګټلې، ۱۵۰ رايي مخالفي کار سوي دي او ۹ رايي له سره کارول سوي نه دي.

په دې سره مېرکل له هغو رايو څخه چي سوسيال ديموکراتان، مسيحي ديموکراتان او سوسيال مسيحي ګوندونه يې لري ۴۲ رايي لږ تر لاسه کړي دي.

د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۹ کال تر ټاکنو وروسته اوس ميرکل د دريم وار له پاره صدراعظمه سوه.

ميرکل د لومړۍ وزيري په توګه تر لوړي کولو وروسته د آلمان د جمهور رييس يو آخيم ګاوګ څخه د مقررۍ سند ترلاسه کړ. تر دې وروسته به ميرکل د حکومت له نوو وزيرانو سره د آلمان پارلمان رييس نوربرت لممير، ته لوړه وکړي.

د سوسيال ديموکراتو د ګوند مشر زيکمار ګابريل، د لومړۍ وزيري د مرستيال او دغه راز د اقتصاد او انرژۍ د وزير په توګه ټاکل سوی دی.