1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل حبشې ته رسېدلې

۱۳۸۶ مهر ۱۲, پنجشنبه

د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انگېلاميرکل د افريکې لويي وچي ته د خپل لومړي سفر په لړ کي د حبشې پلازمېني اد يسه ابيبا ته رسېدلې ده.

https://p.dw.com/p/DKHO
د آلمان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلاميرکل او د حبشې لومړی وزير ميليس څيناوي
د آلمان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلاميرکل او د حبشې لومړی وزير ميليس څيناويانځور: picture-alliance/dpa
ميرکل به لومړي نن د هغه هيواد له سياسي مشرانو سره وگوري.
ميرکل ويلي چي په دې کتنو کي به د بشري حقونو په څرنگوالي باندي هم بحث وکړي، او د هغه وروسته به د افريکايي ټولني له استازو سره وگوري .
د نوموړي ټولني مشر د ميرکل سره د ليد و په خاطر له خپل هيواد څخه حبشې ته ورغلی دئ.
مېرمن ميرکل به له حبشې وروسته جنوبي افريکې او لايبرياته هم سفر وکړي.