1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: د افغانانو په ګډون رد شوي مهاجر دي بيرته واستول شي

۱۳۹۵ مهر ۴, یکشنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل په اروپا کې د مهاجرت بحران د اوارۍ په موخه په اتریش کې د هغو مهاجرو بيرته خپلو هيوادونو ته د ستنيدو وړانديز وکړ چې د پناه غوښتنه یې رد شوي ده.

https://p.dw.com/p/2QZXC
Wien EU Gipfel Östereich Balkan Route Angela Merkel  Christian Kern
انځور: picture-alliance/dpa/C.Bruna

د آلمان صدراعظمي انګلا میرکل د شنبې په ورځ په اتريش کې د بالکان هيوادونو له مشرانو سره د مهاجرت بحران د اوارۍ په موخه، په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ. ميرکل له غونډې وروسته خبريالانو ته وويل، چې اروپا دې د هغو مهاجرو چې د پناه غوښتنه یې رد شوي خپلو هيوادونو ته د بيرته استولو په موخه له اړوندو هيوادونو سره هوکړه ليکونه لاسليک کړي.

ميرکل وويل اروپايي هيوادونو ته په کار ده چې په دې برخه کې د بشر دوستۍ له مخې خپل مسئوليتونه ادا کړي، خو ترڅنګ دې د غير قانوني مهاجرتونو مخنيوی هم وکړي.

ميرکل زياته کړه: «دغه مقصد ته د رسيدو په لار کې اړینه ده، څو د هغو مهاجرو چې د پناه غوښتنه یې رد شوې ده، بيرته یې خپلو هيوادونو ته د استولو په موخه له اړوندو هيوادونو سره وهکړي وشي. په ځانګړې توګه افريقا نه، بلکي د افغانستان او پاکستان له حکومتونو سره هم د دغه شان معاهدو کول ضروري دي، چي دا خبره واضح شوي چې هغه کسان چې په اروپا کې د اقامت هيڅ ډول حق نه لري بيرته خپلو هيوادونو واستول شي».

د اتريش په غونډه کې پر آلمان سربيره د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو کروشيا، بلغاريا، يونان، مقدونيا، سربيا، رومانيا او سلوانيا مشرانو هم ګډون لرود.

د اتريش صدراعظم کرستين کيرن وويل چې د تيري ورځي په غونډه کې پر ډیرو مهمو ټکو توافق وشو. هغه وویل چې له دغو توافقاتو څخه يو د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د شوي تړون پر اساس د شمالي افریقا او منځني ختيځ هيوادونو څخه راتلونکو مهاجرو ته د امکاناتو د برابرولو خبره ده. په نورو توافقاتو کې د اروپايي سرحدونو د ساتني ځواک (فرونتیکس) له پاره د اضافي ماموريتونو د برابرولو موضوع شامله ده.

د اتريش صدراعظم کیرن، د میرکل د خبرو په تړاو وویل: «په غونډه کې د مسئووليتونو د ويش پر موضوع خبري وشوي، زه په دې باور لرم، که چيرې موږ د اروپايي سرحدونو امنيتي ستونزي او ديپورت شويو مهاجرو سره په خپلو هيوادونو کې د لازمو مرستو کولو موضوع حل کړو د مسئوليتونو د وېش مسائیل به هم ورسره حل شي.»

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل تر وينا د مخه، د اروپايي اتحاديې مشر دونالد توسک په خپلو خبرو کې د دې غوښتونکی شوي چې د مهاجرو پر مخ دې د لويدیځ بالکان هيوادونو لارې د تل له پاره وتړل شي. له دغو لارو څخه په ۲۰۱۵م کال کې په سلونو زره مهاجر اروپا ته راغلل.

د بالکان هيوادونو له خوا د سرحدونو تر تړل کيدو وروسته د مهاجرو پر مخ د شمالي او لويديځي اروپا لارې تقريباً بندي شوي دي. د یادو لارو تر بنديدو وروسته اروپا ته تلونکي مهاجر د مديترانې سمندرګي له لارې چې نسبتاً اوږده او خطرناکه لار ده، کار اخلي.

په ۲۰۱۶م کال کې له دغي لاري شاوخوا۱۱۰ زره مهاجرو خپل ځانونه ايټاليا ته ورسول. د دغو سمندري خطرناکه سفرونو پر وخت نژدې ۳ زره مهاجر په اوبو کې ډوب شوي دي.

اروپا ته مهاجرت