1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د المان پارلمان ته وينا کوي

۱۳۸۹ فروردین ۳۰, دوشنبه

وروسته له هغه چي د دوو اونيو په ترڅ کي اوه تنه آلماني عسکر په افغانستان کي ووژل سول، په آلمان کي په دې هکله جرو بحثونه او مشاجرې رواني دي،چي افغانستان ته د آلماني عسکرو د ليږلوهدف څه دی...

https://p.dw.com/p/Mzzp
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکلانځور: AP

د آلمان د لومړي وزارت ددفتر وزير رونالدپوفالا نن په يوه تلويزيوني مرکه کي ويلي دي، چي لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل به د راتلونکي پنجشنبې په ورځ د آلمان د اتحادي پارلمان په وړاندي دافغانستان د روانو حالاتو په هکله يوه وينا وکړي او په دغه وينا کي به ميرکل يوځل بيا داخبره په ډاګه کړي، چي« سياست په افغانستان کي د آلماني عسکرو د ماموريت څخه پلوي کوي که څه هم ددغه سياست بيه که سړي يواځي ددو تير اونيو خونړيو ته يو نظر واچوي ، موږ ته ګران تماميږي . »

د آلمان لومړۍ وزيره به ددغه هيواد دپارلمان په وړاندي يو ځل بيا داخبره روښانه کړي چي موږ غواړو دمسوليت د يوه احساس په طرحي سر ه دافغانستان دسولي او ثبات د ژغورني دنده د افغانستان حکومت ته وسپارو.

نو له همدي امله بايد موږ په افغانستان کي د خپلو عسکر د ماموريت په ارزښت پوه شو. د آلمان حکومت غواړي چي د افغانستان دپاره خپله نوې ستراتيژي تګلاره تعقيب کړي.

د وير په هغه مراسموکي، چي پرون د مزار شريف په ښار کي د هغه څلورو آلماني عسکرو دپاره چي د تيري پنجشنبې په ورځ په بغلان کي وژل سوي و، آلماني جنرالانو ، فولکر ويکر او فرانک لايدنبرګر هم پخپلو ويناو کي دا خبره کړي چي آلماني عسکر به په افغانستان کي خپل ماموريت ته دوام ورکوي او موږ ددغه قربانيو په ورکولو سره سره بياهم په شا نه ځو او خپلي مبارزي ته دوام ورکو .

په افغانستان کي د وژل سوو الماني عسکرو تابوتونه
په افغانستان کي د وژل سوو الماني عسکرو تابوتونهانځور: AP

جنرال ويکر ددي ګواښ کوي، چي دکندوز او د بغلان پيښي بايد ددې سبب نسي، چي په آلمان کي دننه په جرو بحثونو کي ويل سوي چي آلماني عسکر دي په افغانستان کي خپل ماموريت پريږدي. ځکه دا غوښتنه دطالبانو غوښتنه ده او دوي غواړي د آلمان پر عسکرو باندي پخپلو ګوزارونو سره په آلمان کي عامه افکار مشوش کړي.

دStraubinger Tagblatt / Landhuter Zeitung ليکي،داچي دافغانستان په روانو جګړو کي به طالبانو ته ماته ورکړه سي دا به له امکانه څخه بيخي ليري خبره وي.

د نوموړي ورځپاڼي په عقيده، حتي د لويځو هيوادونو يو نيمه بری هم په افغانستان کي له امکانه لري بريښي.خو خبره داده چي که چيري سمدستي له افغانستان څخه بهرني ځواکونه وايستل سي، نو کومي برياو ي، چي تر اوسه په دغه هيواد کي په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو چارو کي تر لاسه سوي دي، ټولي به له منځه ولاړی سي.

خو دBerliner Zeitung په نامه ورځپاڼه د افغانستان په اړوند د آلمان د حکومت دسياست په هکله ليکي چي، د آلمان لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل وايي، چي د2001 ميلادي کا ل دسپټمبر د مياشتي د11 نيټې د ګوزارونو څخه وروسته، موږ د نوي ننګونو سره مخامخ يواو ددغه ننګونو سره د مقابلې په لاره کي موږ بايد له مرګ څخه هم ويره ونلرو. ځکه په آلمان کي د سولي او ثبات ساتنه دترهګرۍ سره په مبارزې پوري تړلې او موږ بايد پرينږدو، چي افغانستان بيا د ترهګرو په ځاله بدل سي.

dpa / ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل