1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: د افغانستان د مهاجرو سره ستونزه ښايي حل سي

آژانسونه / م.ق.ن.۱۳۹۵ تیر ۳, پنجشنبه

د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل په خبره به په راتلونکي کي اروپايي ټولنې ته تر ټولو لوی چلنج د افریقايي هيوادونو مهاجر وي. د سوریې، عراق او یا افغانستان سره ستونزه ښايي په نژدې راتلونکي کي حل سي ، خو د افریقا سره نه.

https://p.dw.com/p/1JBdn
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان صدراعظمې انګېلا مېرکل ويلي دي چي په راتلونکي کي به د افريقايي ستري وچې څخه و اروپا ته د مهاجرو په راتګ کي زياتوالی راسي. د هغې په وينا په داسي حال کي چي اټکل کوي چي په راتلونکي نژدې وخت کي به له افغانستان څخه د راتلونکو افغان مهاجرو او په همدې شان د عراقي او سوريايي مهاجرو ستونزه حل سي، د افريقا څخه راتلونکي مهاجر به زيات سي. خو دا چي د افغانستان، سوريې او عراق د مهاجرو موضوع به په څه ډول حل سي، مېرکل يې جزيات په ګوته نه کړل. هغې دغه خبري د سه شنبه په ورځ (د ۲۰۱۶ م کال ، جون ۲۱نیټه )د مسیحي ډیموکراټانو گوند په اقتصادي کنفرانس کي وکړې.

مېرکل په ياد کنفرانس کي زياته کړه:«اوس اصلي مشکل د افریقا د مهاجرينو دی، چیري چي ۱.۲ ملیارډه انسانان اوسیږي.»

خبره یوازي په دې کي نه ده، چي د لیبیا او بیا مدیترانې له لاري مهاجرين اروپا ته راځي. پخپله په افریقا کي نفوس په سرعت سره وده کوي او په عین حال کي ورسره متعادله اقتصادي پرمختگ نه رامنځته کیږي. په نتیجه کي ډیری انسانان بیکاره پاتیږي او د لوږي سره مخامخ کیږي. ځکه نو اوس باید موږ افریقا ته خپله اصلي توجه ورواړوو.»

په غیر د هغه به په راتلونکي کي موږ ددغو هيوادونو څخه د مهاجرينو د سختو څپو سره مخامخ او کنټرولولای به یې نسو. اوسنی ډیجیتالي نړی د هغه ځای اوسیدونکو ته دا امکانات په لاس ورکوي،چي د سمارت فون له لاري ددنیا په نورو ملکو کي د آرام او هوسا ژوند څخه ځانونه خبر او معلومات تر لاسه کړي.

د امريکا متحده ايالاتو او کاناډا د خپل جغرافیايی موقعیت له کبله ،چي پر شاوخوا باندي یې دوه بحرونه راگرزیدلي دي ، ددغسي مشکلاتو سره ندي مخامخ. خو«موږ اروپایان یو مشکل جغرفیايي موقعیت لرو.»