1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل د مهاجرو په برخه کي پر خپل سياست ولاړه ده

۱۳۹۴ بهمن ۱۶, جمعه

د جرمني په پارلمان کي د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال اتحاد د جرگه گۍ مشر وايي چي صدراعظمه ميرکل د مهاجرو په برخه کي پر خپل سياست ولاړه ده. «صدراعظمه له خپل دريځه نه اوړي، که نه نو له ائتلاف سره ئې بايد شريکه کړې وای.»

https://p.dw.com/p/1Hq7U
انځور: Getty Images/D. Kitwood

فولکر کاوبر، د پنجشبې په ورځ په روم کي ويلي دي چي په اروپا کي د مهاجرو بحران له پاره يو گډ اروپايي ويش ته اړتيا ده چي ټول پکښې برخه واخلي.

د جرمني پر صدراعظمي انگيلا ميرکل ورځي تر بلي په دغه هيواد کي د سياسي گوندونو له خوا د مهاجرو په اړه سياست باندي ئې نيوکي کيږي.

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سي.

په پلان کي ده چي د رواني مياشتي په نيمايي کي به په بروکسل کي په اروپا کي د مهاجرت بهران په اړه د غړو هيوادونو يوه غونډه جوړه سي.

فولکر ويلي دي، دا د منلو نه ده چي له اقتصادي اړخه پياوړي هيوادونه، لکه پولند يوازي آلمان ته د مهاجرت بار ور ترغاړه کړي.

هغه ويلي دي چي ۲۰۱۶م کال د اروپا له پاره برخليک ټاکونکی دئ: «که هرڅوک دا فکر کوي چي دغه ستونزه به په يوازي سر حل کړي، زما په نظر اروپا به د کال په پای کي بل ډول وي.»

د جرمني دغه سياستوال پخپلو خبرو کي دغه راز په اروپا کي د ناسيوناليزم څخه خبرداری ورکړ: «د دې امکان بايد وي چي ۵۰۰ ميليونه اروپايان له جنگځپلو هيوادونو څخه يو څو ميليونه انسانان ومني.»

فولکر دغه راز ويلي دي چي د مهاجرو په کمپونو کي بايد د مسلمانانو له خوا له مسيحيانو سره زورزياتی ونه سي. که نه نو دا به په آلمان کي له هغوی سره داسي چلند وي، لکه په خپل هيواد کي چي ورسره مخامخ ول او له کبله ئې آلمان ته رامهاجر سوي دي.

ډېرو مسلمانو مهاجرو ته بايد دا په ټينگه روښانه سي چي په جرمني کي بايد کوم قانوانين مراعت کړي.