1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل د ميدويدف سره تر کتلو وروسته نن ګرجستان ته روانه ده

۱۳۸۷ مرداد ۲۷, یکشنبه

د ساکاشويلي سره د ميرکل د ليدني کتني په موضوعگانو کي به د ابخازيا او جنوبي اوسيتيا راتلونکی برخليک هم شامل وي

https://p.dw.com/p/Eysy
لومړۍ وزيره ميرکل او جمهورريس ميدويدف
لومړۍ وزيره ميرکل او جمهورريس ميدويدفانځور: AP

د آلمان لومړۍ وزيره ميرمن انګيلاميرکل د قفقاز په لانجه کي خپلو هلو څلو ته دوام ورکوي او په دې لړ کي نن په تبليس کي د ګرجستان د مشر ساکاشويلي سره ګوري.

ميرکل ددې تر مخه د جمعې په ورځ د روسيې د جمهوررييس ديميتري ميدويدف سره کتلي وه. وروسته له هغه چي د روسيې مشر ديميتري ميدويدف هم د اورپايي ټولني لخوا ترتيب سوی، د قفقاز دسولي تړون لاسليک کړی، اوس ميرکل غواړي د دې لانجې د دايمي حل لپاره لاره هواره کړي.

د ساکاشويلي سره د ميرکل د ليدني کتني په موضوعگانو کي به د ابخازيا او جنوبي اوسيتيا راتلونکی برخليک هم شامل وي. د روسيې له اړخه دا ناممکنه ده، چي نوموړي سيمي به په گرجستان پوري اړه نيسي. ميرکل د روسيې د مشر څخه آوريدلي، چي ابخازيا او جنوبي اوسيتيا له گرجستان سره شريک ژوند نه غواړي. خو دا چي دا سيمي به کومه سيمه ايزه بڼه نيسي، انگيلاميرکل نه سي ويلای، مگر د گرجستان پر ارضي تماميت باندي يې ټينگار کړی. په تبليسي کي به دا موضوع په کلکه سره تر غور لاندي نيسي.

د روسيې لومړی وزير ولاديمير پوتين او د جرمني لومړۍ وزيره ميرمن انګيلا ميرکل يو ځای د ماښامنۍ کولو پرمهال
د روسيې لومړی وزير ولاديمير پوتين او د جرمني لومړۍ وزيره ميرمن انګيلا ميرکل يو ځای د ماښامنۍ کولو پرمهالانځور: picture-alliance/dpa

ميرکل وايي:« ښه به داوي، چي د ټولو انسانانو امنيت په معقول ډول سره تضمين سي، مگر دا بايد تر بحث لاندي ونيول سي، چي له خوداراديت څخه نيولې بيا تر نورو ډولونو پوري،کوم امکانات شته. د نړۍ هر يو مليت هم چي له يوه هيواد څخه بيلتون غواړي، د دې توان نه لري چي يو آزاد هيواد جوړ کړای سي.»

ميرکل او ساکاشويلي به په دې دوه ساعته خبرو اترو کي پر دې سره وږغيږي چي اوس د دواړو اړخو لخوا منل سوی د اروپايي ټولني شپږ ټکي تړون څنګه عملي سي.

تر اوسه پوري د آلمان حکومت د قفقاز په لانجه کي ناپييلتوب غوره کړی دی، او دا يې غوره گڼلې چي منځگړيتوب ونه کوي. خو د درو ورځو په اوږدوکي دوه سفرونه او د دواړو خواوو دمشرانو سره ليدنه کتنه دا څرگندوي چي: د جرمني لومړۍ وزيره د دې ليواله ده،چي دا لانجه په سوليزه توگه سره حل او تر وسه وسه پوري د آلمان روسيې اړيکي د اوږده وخت لپاره زيانمني نه کړي.