1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل له امريکا څخه د رښتني ژمني تمه لري

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۲۴, دوشنبه

د آلمان صدراعظمي انګلا میرکل، هیله لري چې امریکا متحده ایالات د معلومات د راټولو په برخه کې آلماني قوانین مات نه کړي. یوې آلمانۍ ورځپانې ویلي دي چې د دغه هیواد استخباراتي ادارې په کلونو له امریکا څخه مرسته غوښتې وه.

https://p.dw.com/p/197fv
انځور: picture-alliance/dpa

داسې ښکاري چې د آلمان په راتلونکو ټاکنو کې د امریکایي استخباراتي ادارې (NSA) له خوا د آلمانیانو د تلیفوني او انترنتي اړیکو څارنیز پروګرام د بحث یوه مهمه موضوع وي.

میرکل د ARD له تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې متحده ایالاتو ته د آلمان د کورنیو چارو د وزیر سفر د دغه هیواد د څارنیز پروګرام په اړه د سپیناوي د غوښتلو لومړی اقدام دی. هغې ټیګار وکړ چې په دې برخه کې به نور اقدامات هم وشي. میرکل وویل: «زه تمه لرم چې امریکا متحده ایالات زموږ سره قوي ژمنه وکړي چې هغوی به په راتلونکې کې هم د آلمان په خاوره کې د دغه هیواد د قوانیونو درناوی وکړي.»

میرکل په خپله مرکه کې پر دې خبره باندي ټینگار وکړ چې اوس داسې شواهد په لاس کې نه شته چې وښيي چې امریکايي او د نورو هیوادونو استخباراتي ادارو په تیر وخت کې آلماني قوانین مات کړي دي. هغې زیاته کړه: «موږ ملگري او متحدین یو. موږ سره گډ دفاعي ائتلاف لرو نو له دې کبله باید موږ پر یو بل باندې اعتماد ولرو.»

د سیمه ییزو او نړیوالو قوانینو رامنځ ته کیدل

میرکل وویل چې که څه هم له ترهگرۍ سره مبارزه ډیره مهمه ده او باید دوام پیدا کړي، خو هغې ټینگار وکړ چې په دې اړه باید نړیوال حدود رامنځ ته شي. میرکل ټینگار وکړ چې هغه به پر اروپايي مشرانو باندې غږ وکړي چې د معلوماتو د ساتنې په برخه کې سیمه ییز او نړیوال قوانین رامنځ ته کړي. د میرکل په خبره په دې اړه یوازې سخت آلماني قوانین نه شي کولای د هغو آلمانیانو د معلوماتو ساتنه وکړي چې د نورو هیوادونو له انترنتي سایټونو څخه کار اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د حاکم گوند اپوزیسیون ویلي دي چې د دغه هیواد حکومت د امریکا د څارنیز پروگرام په برخه کې بې پروایي کړې ده. هغوی ویلي دي چې آلماني حکومت د سنودن تر افشاکووني وروسته، د امریکا د اقداماتو په اړه ډیر نرم غبرگون ښوولی دی.

آیا آلماني استخباراتي ادارې له څارنیز پروگرامه خبر ول؟

دا په داسې حال کې ده چې آلماني «بیلد» ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ وویل چې د آلمان استخباراتي ادارې له څو کلونو راهیسې په خپل هیواد کې د امریکا د څارنیز پروگرام په اړه معلومات لرل. دې ورځپاڼې ادعا کړې ده چې آلمانۍ استخباراتي ادارې په بهر کې د آلمانیانو د برمته کیدو په صورت کې له امریکایانو څخه مرسته غوښتې وه.

دې ورځپاڼي د یوه آلماني چارواکي په حواله لیکلي دي: «موږ په دې خبر یو چې د آلماني او امریکايي استخباراتي ادارو تر منځ نزدې استخباراتي همکارۍ موجودې دي.» دغه چارواکي زیاته کړې ده چې د دغې همکارۍ د جزئیاتو په اړه لا تر اوسه پورې معلومات ښکاره شوي نه دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب