1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: موږ يو پياړوی هيواد لرو او بايد پخپله توانمدي باندي اعتماد ولرو

۱۳۸۷ دی ۱۲, پنجشنبه

د جرمني لومړۍ وزيري انګيلا ميرکل د 2009 کال په مناسبت پخپله وينا کي وويل چي په روان کال کي به د ستونزو او چلنجونو سره سره بيا هم برياوي ترلاسه کړو

https://p.dw.com/p/GQO7
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل ملت ته د تلويزيوني وينا پر مهال
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل ملت ته د تلويزيوني وينا پر مهالانځور: AP

دتيرکال په پاي ته رسيدو او دنوی کال په راتلو سره تر هر څه لومړی سړی مهم او غير مهم چاري سره بيلوي. نو په نوي کال کي به د هرچا له پاره اساسي پو ښتنه دا و ي چي دده مهمه هيله او موخه به څه وي؟ څوک به روغتيا غواړي اود بل سره به دا انديښنه وي چي دده په کار او شغل کي بايد پرمختګ راشي. خو د نفسي هيلو تر څنګ که موږ خپل هيواد او ټولني ته یو نظر واچو، نو وينو چي ديو لړ پروبلمونو سره سره دا زموږ لويه نيک مرغي ده چي په سوله او امن کي ژوند کو.

په نړۍ کي ډیر نورکسا شته چي ددغه نعمت څخه بې برخي دي. دمثال په توګه همدااوس په نژدې ختيځ کي څه تيريږي. داچي په نژدې ختيځ کي ددغه نا آراميو علت او اغيزي څه دي بايد سړی دا له سترګو څخه ونه غورځوي.خو موږ بايد دا هم هير نکړو چی په نژدې ختيځ کي دسولي او ګډ ژوند څخه پرته نه د اسرايلو له پاره او نه هم د فلسطينیانو له پاره بله لاره سته. او دنژدې ختيځ دلانجې دحل اساسي لاره به همداوي چي د اسرايلو ددولت ترڅنګ دفلسطینيانو یو خپلواک دولت جوړ شي او دواړه ديو بل تر څنګ په سوله او سوکالۍ کي ګډ ژوند وکړي د المان حکومت ددغه اصل څخه ملاتړ کړی او کوي يې.

که موږ خپل پرابلمونه او انديښنې دنورو دپرابلمونو او او انديښنو سره پرتله کړو ، نو وبه وينو چي د جرمني پرابلمونه او انديښنې زيات ندي.خو ددې خبري مانا به دانه وي چي موږ به دخپل هیواد مسايلو او پروبلمونو ته هسي چي ښايي پا م نه کو. ډير مسايل او پرابلمونه چي په 2008 میلادي کال کي مهم و په نوي کال کي هم مهم دي او دا اصل هسي چي په شخصي ژوند کي اعتبار لري په سياست کي چلیږي.

نو زما دپاره نوي کال کي هم مهمه مساله به همدا وي چي دکار اوسني ځایونه بايد وژغورل شي او دکار نوي امکانات بايد پيدا شي. په تيره بيا په آلمان کي په تيرو دريوکلونوکي موږ د وزګارۍ سره په مبارزه کي بريالیتوبونه تر لاسه کړي . همدا شان په ټو لنيزو بيمو او د دولت په مالي چارو کي هم ثبات راغلي. آلمان له هر ه پلوه يو پیاوړی هیواد دی او موږ بايد په خپل توان مندۍ پوره اعتماد ولرو.د جرمني لمړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل پخپله وینا کي داهم وايي چي د آلمان حکومت به په دغه هیواد کي دیوه اقتصادي رکود دمخنوي له پاره څه اقدامات وکړي. په پاي کي وايي چي موږ پرخپل ځا ن باندي د اعتماد په لرلو سره ډير کارونه کولای شو.

زه تاسي ټولو ته دنوي کال مبارکي وايم او تاسي ته روغتيا نیکمرغي اوسوکالي غواړم.