1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: هندوستان مي سفر گټور وو.

۱۳۸۶ آبان ۱۰, پنجشنبه

د آلمان لومړۍ وزيری مېرمن انگيلا ميرکل هندوستان ته خپل سفر گټور بللی دی.

https://p.dw.com/p/DKH5
ميرکل د سفر په پای کي په بمبي کي د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترځ کي ويلي دي چي دې سفر د دواړو هيوادونو خپل منځي اړيکي نوري هم مخکي بوتلې، او زياته کړې يي ده چي له ټولو څخه مهمه برخه دلته له فقر سره مبارزه ده. د المان اقتصادي څانگي بايد داسي وړانديزونه وکړي چي له وضعي سره سمون ولري، او ټول هند وستانيان بايد چي د هندوستان په اقتصادي پياوړتيا کي ونډه ولري.
له ميرکل سره په دې سفر کي يو 140 کسيز هيئت ملگری و.