1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: په افغانستان کي اصلاحات اړين دي

نجيب الله زيارمل (dpa,دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۰, جمعه

د آلمان لومړۍ وزيره د خپلو ځواکونو د لېدو له پاره افغانستان ته تللې ده. ميرکل په بغلان کي د يوه آلماني عسکر تر وژل کېدو نژدې يوه اوونۍ وروسته افغانستان ته سفر کوي.

https://p.dw.com/p/18V5h
Bundeskanzlerin Angela Merkel (CDU) und Bundesverteidigungsminister Thomas de Maiziere (CDU) besuchen am 10.05.2013 im Feldlager in Kundus Soldaten der Bundeswehr. Merkel besucht für einen Tag die deutschen Truppen in Afghanistan. Foto: Kay Nietfeld/dpa
Merkel in Afghanistanانځور: picture-alliance/dpa

مېرکل په کندز کي د آلماني عسکر د ليدو پرمهال د هغه آلماني عسکر ياد تازه کړ چي يوه اوونۍ دمخه ووژل سو. د آلمان د ځانگړو ځواکونو دغه ۳۲ کلن سرتيری له افغان ځواکونو سره یو ځای د گډو عملياتو پرمهال په بغلان ولايت کي له وسله والو طالبانو سره په يوه نښته کي ووژل سو.

دا له ۲۰۱۱ کال راهيسي لومړی آلمانی سرتيری وو چي په افغانستان کي وژل کيږي او په مجموع کي د دغه هيواد د ځانگړو ځواکونو (KSK) لومړی سرتير وو چي ووژل سو.

تر اوسه په افغانستان کي ۵۳ تنه آلماني سرتيري وژل سوي دي، چي له دې ډلي څخه ۳۵ تنه ئې په وسله والو جنگونو او چاودنو کي وژل سوي دي.

لومړۍ وزيره انگيلا ميرکل د جمعې په ورځ سهار د دفاع وزير توماس ديميزير په ملگرتيا په مزارشريف کي د آلمان د دفاع وزارت ستري پوځي اډې ته ورسېده. ميرکل له هغه ځايه بيا په يوه څرخۍ الوتکه کي کندز ته سفر وکړ.

صدراعظمي په کندز کي له خپل پوځي لښکر سره د ليدني کتني پرمهال وويل، مخکي له دې چي په ۲۰۱۴ کال کي په افغانستان کي جنگي ماموريت ختم سي په دغه هيواد کي بايد ډېر اصلاحات راوستل سي:

«موږ به دې ته ځانگړې پاملرنه وکړو چي په دغه هيواد کي سياسي پروسه په ښه توگه پرمخ ولاړه سي.»

د هغو کارونو په اړه چي په افغانستان کي په مخکي دي ميرکل د ۲۰۱۴ کال په اپريل مياشت کي د ولسمشرۍ انتخاباتو له پاره تياری او د اقتصاد رغول ياد کړل.

هغې د آلمان حکومت هغه پريکړه نوره هم پياوړې کړه، چي له مخي ئې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي يو بل ماموريت پيليږي. ميرکل په خپلو خبرو کي نور هيوادونه هم دې ته تشويق کړل چي په دغه ماموريت کي برخه واخلي:«نړيوالو ځواکونو دلته وښووله چي څرنگه يو ځای ښه کار کولای سي.»

د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير د روان کال د اپريل مياشتي په نيمايي کي اعلان وکړ، چي په ۲۰۱۵ کال کي به په افغانستان کي له ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ تنو سرتيرو پوري پاته سي. د دغو ځواکونو دنده به د افغان امنيتي ځواک روزل او ملاتړ وي.

آلمان په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو او بريتانيا وروسته دريم هیواد دئ چي د ايساف ځواکونو په چوکاټ کي ئې دغه هيواد ته ډير سرتيري لېږلي دي.

په افغانستان کي د ناټو ماموريت په رسمي توگه د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کي پای ته رسيږي.