1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل په لندن کي د يووالي تلاښ کوي

۱۳۹۱ آبان ۱۸, پنجشنبه

د المان صدارعظمي انگيلا ميرکل د بريتانيا له لومړي وزير ديويد کامرون سره وکتل، چي د اروپايي اتحاديې د نوي بودجې په اړه خبري اتري وکړي. خو کامرون نه غواړي دغه بودجه چي پکښې زياتوالی راغلی دی تصويب کړي.

https://p.dw.com/p/16fJi
انځور: Reuters

ځکه هغه وايي چي اروپا بايد د خپلو امکاناتو په چوکاټ کي بقا ولري.د دغو دواړو مشرانو د خبرو اترو اصلي موضوع د اروپايي اتحاديې د ۱،۲۸ تريليونو ډالري بودجه وه.

د بريتانيا حکومت يوه ويناند ويلي دي، چي دواړو مشرانو د اروپايي اتحاديې پر ارزښت باندي موافقه وکړه. تر دې مخکي کامرون ويلي ول، چي د بودجې نوی پلان به رد کړي. چي له دې سره هغه انديښنې نوري هم ډيري سوي دي، چي بريتانيا غواړي له ارويايي اتحاديې څخه نور هم ځان ليري کړي.

د المان صدراعظمي انگلا ميرکل بريتانيا ته تر تگ دمخه د اروپايي اتحاديې پارلمان ته په وينا کي، په اروپا کي د اقتصادي او پولي نظام په چوړښت کي د ژور بدلون غوښتنه وکړه.

د المان صدراعظمي، انگلا ميرکل پرون چهارشنبه(۲۰۱۲ کال د نوومبر۷) په بروکسل کي د اروپايي اتحاديې پارلمان ته په وينا کي وويل، چي څرنگه د يورو کړکېچ حل شي. که څه هم د يورو کړکېچ د دغي اتحاديې يو شمير هيوادونه سخت تاواني کړي دي، خو المان يوازنی هيواد دی، چي له دغه کړکېچ څخه ئې ځان وساته. په همدې وجه د اروپا پارلمان غړو د ميرکل وينا او يادونو ته په پوره ليوالتيا غوږ ونيو.

ميرکل د خپلي وينا په پيل کي د اروپا اتحاد پر اهميت باندي خبري وکړې. هغې وويل د وسپنيزو ديوالونو په له منځه تلو سره کومه ازادي چي اروپايانو تر لاسه کړه، هغه بايد اوس د «اړينو بدلونو له پاره هڅونه وکړي.»

د المان د صدراعظمي په نظر دغو اصلاحاتو ته اړتيا ده. د هغې په نظر د دغو اصلاحاتو له پاره يوازي په دولتي بودجو کي سپما بسنه نه کوي، بلکي له دې سره په چارو کي دسپلين او کنترول اړين دی، چي د پورونو پيټی دومره دروند نه شي چي د اروپايي اتحاديې ولسونه يې نور د وړلو توان ونه ولري.

Bundeskanzlerin Angela Merkel vor dem EU-Parlament in Brüssel
انځور: AP

ميرکل وويل: «روان کړکېچ بې ساری دی. اروپايي اتحاد يوازنی جوړښت دی چي کولای شي دغه کړکيچ ته د حل لاره پيدا کړي، په همدې وجه موږ اوس بايد هغه څه وکړو چي د اروپا له نوم سره جوړيږي.»

ميرکل وويل چي د دسمبر په مياشت کي د اروپا د اتحاديي د غړو هيوادونو په سرمشر يزه کي، چي د دولتونو او حکومتونو مشران سره را ټوليږي، بايد د راتلونکو درو يا څلورو کلونو له پاره د «ژورو اصلاحاتو په موخه يوه نقشه جوړه شي.»
هغي وويل د بېلگې په توگه اروپايي تأسيسات بايد دا صلاحيت ولري، چي د اړتيا په صورت کي د غړو هيوادونو په ملي بودجو کي لاس وهنه وکړي.

د اروپايي اتحاديې د پارلمان د سياسي گوندونو ځينو پارلماني مشرانو په يو شمير هيوادونو، لکه يونان، پرتگال او هسپانيه کي د اروپايي اتحاديې له خوا پر پيل شوی سپما سياست باندي نيوکي وکړې.

د اروپايي پارلمان د سوسيالست اړخ مشري، هانيس سوبودا غوښتنه وکړه چي د «سپما دغه ناکام سياست ته دي خاتمه ورکړل شي او د هغه پر ځای دي اقتصادي ودي ته زياته پاملرنه وشي.» دغسي غوښتني د دغه پارلمان د گروينن يا زرغون گوند له خوا هم عنوان شوې.

کريستوف/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل