1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: څوک چې مهاجر نه مني نور امتيازات له لاسه ورکوي

۱۳۹۶ شهریور ۲۰, دوشنبه

د آلمان صدراعظمې انگلا ميرکل ویلي دي چې د اروپايي اتحاديې هغه غړی هيوادونه چې د مهاجرو له سهمې څخه اوږه خالي کوي، په نورو برخو کې د مرستو له ترلاسه کولو ځان بې برخې کوي.

https://p.dw.com/p/2jgw7
Deutschland Bundeskanzlerin Angela Merkel in Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

د آلمان صدراعظمې انگلا ميرکل د يکشنبې په ورځ «فرانکفورتر الګماينه» ورځپاڼې ته ويلي دي: «که چيرې د مهاجرت په مسئله کې پيوستون نه وي، دغه راز به په نورو برخو کې هم نه وي؛ او دا مسئله د اروپا د يووالي له پاره ترخه ده».

د انگلا ميرکل دغه خبري د ختيځي اروپا د ځينو هيوادونو له پاره د يو ډول خبردارۍ په توګه ارزول کيږي، هغه هيوادونه چې د اروپايي اتحاديې د غړيتوب له بابته په ميلياردونو يورو په لاس راوړي.

د ختيځې اروپا هيوادونو تيره اوونۍ په قهرجنه لهجه د اروپا د ستري محکمې د حکم پر وړاندي غبرګون وښود. د اروپا ستري محکمې له دغو هيوادونو څخه غوښتي دي چې د هغو مهاجرو له ډلې څخه چې په يونان او ايټاليا کې بند پاته دې، يو شمير يې ومني.

د مهاجرو د سهميې په اړه د هنګري او سلواکيا هيوادونو د دعوا اقامه د تيرې چهارشنبې په ورځ د اروپا د محکمې له خوا رد شوه. دغو هيوادونو غوښتلي ول چې د مهاجرو هغه سهميه دې باطله شي چې دوه کاله مخکې تصويب شوې وه.

په ۲۰۱۵م کال کې د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو د کورنيو چارو وزيرانو رايې ورکړې چې د ۶ اعشاريه ۱ ميليون هغو پناه غوښتونکو له ډلې څخه چې د ۲۰۱۴م کاله تر هغه وخته ايټاليا او يونان ته رسيدلي ول، ۱۲۰ زره يې د دغې اتحاديې پر غړو هيوادونو وويشي.

خو دغه سهميه د ختيځې اروپا د يو شمير پخوانيو کمونيستي هيوادونو له لوري رد شوه. دغو هيوادونو ويلي ول چې دوی د دې توان نه لري چې هغه وگړي چې ډیری یې د اسلامي هيوادونو څخه دي په خپله ټولنه کې ادغام کړي.

ميرکل ویلي دي چې د اروپايي اتحاديې په غړو هيوادونو کې به د مهاجرو د ويش پروگرام هغه وخت اسانه شي، چې د اروپا د مهاجرت لړزونکی سياست پر ځواکمنو پښو دريدلی وي.

هغې وويل: «په احتمالي توگه په اروپا کې د مهاجرو د وېش دا ډول يو ميکانيزم لرل به تر هغه اسانه وي چې کله د مهاجرو او پناه غوښتونکو د سياست نوري برخې لا مظبوتې وي».

ميرکل د خپلې مرکې په دوام کې روښانه کړه: «که چيري موږ د مهاجرت له ريښو سره په برياليتوب مبارزه وکړو، له خپلو پولو څخه په موثره توګه ساتنه وکړو، له افريقا سره زیاته همکاري ولرو او د انسانانو قاچاق ودروو، هغه وخت به د مديريت شوي قانوني مهاجرت په تړاو بې باوري پای ته ورسيږي.»

د آلمان صدراعظمې دغه راز د ليبيا په ساحلونو کې د ليبيايي مليشو له فعاليتونو څخه دفاع وکړه چې په سمندر کې د قاچاقبرانو د کښتيو د حرکت مخنيوی کوي.

هغې وويل: «دا يو ښه اقدام دی چې د قاچاقبرانو اقتصادي جوړښتونه له منځه يوړل شي او په مديترانې سمندرگي کې د زرونو انسانانو د ډوبيدو مخنيوی وشي».

سربيره پر دغو ټولو ميرکل واضح کړه: «زه فکر کوم له هغو مليشو سره اوږدمهاله کار کول تيروتنه ده، چې د طرابلس د متحد حکومت ملاتړ نه کوي».

dpa,afp / ع. ح./ ک ص