1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل یهودیانو ته د ساتني ډاډ ورکړ

دويچه ويله۱۳۹۳ بهمن ۲۸, سه‌شنبه

د تروریستي بریدونو د ډېرښت په اړه اندېښنو ته په کتو سره د آلمان صدراعظمي انگلا ميرکل په خپل هیواد کې یهودیانو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی ساتنه به وکړي. فرانسې هم له یهودیانو سره د پیوستون غږ وکړ.

https://p.dw.com/p/1Eciz
انځور: Reuters/E. Vidal

د آلمان صدراعظمي انگلا ميرکل په برلین کې وویل چې د آلمان فدرالي حکومت، ایالتي حکومتونه او ټول مسوولین به د آلمان د یهودیانو او د هغوی د تأسیساتو په ساتنه کې هیڅ ډول هڅي ونه سپموي.

ميرکل په ټینگار سره یادونه وکړه.«موږ خوشحاله یوو او مننه کوو چې بیرته په آلمان کې یهودی ژوند شته. موږ د زړه له کومي غواړو چې په آلمان کې له مېشتو یهودیانو سره یو ځای او په گډه خپل ژوند ته دوام ورکړو».

په دې څرگندونو سره د آلمان صدراعظمي د اسرائیلو د حکومت د مشر بنیامین نیتانیاهو، د هغي غوښتني پر وړاندي غبرگون ښکاره کړ چې له یهودیانو څخه یې له اروپا څخه د ولتو او اسرائیلو ته د کډه کېدو په برخه کي کړې ده.

په کوپنهاگن کې پر یوې کنیسې باندي يرغل او په جنوري مياشت کې په پاریس کې تروریستي بریدونو ته په کتو سره نیتانیاهو، په بیت المقدس کې وویل: «په اروپايي خاورو کې یهودیان په قتل رسیږي، دا ځکه چې هغوی بل جرم نه لري، بې له دې چې یهودیان دي. د ترهگرۍ دغه لړۍ به دوام پیدا کړي.» نیتانیاهو په اروپا کې پر یهودیانو باندي غږ وکړ: «اسرائیل ستاسو وطن دی.»

د یهودیانود مرکزي شورا غوښتنه

د تروریستي بریدونو د خطرونو له ډېرښت سره په آلمان کې د یهودیانو مرکزي شورا پر چارواکو غږ وکړ چې ويښ اوسي او تر لاس لاندي تدابیرو باندي یووار بیا غور وکړي.

د مرکزي شورا رئیس، یوزف شوستر آلمانۍ ورځپاني، «دي ولت» ته وویل: «د داسي تدابیرو تر په پام کې نیولو وروسته په آلمان کې د یهودیانو ژوند ممکن دی.»

دغه راز په مونشن او اوبربایرن کې د اسرائیلو د فرهنگي مرکز رئیسې او په آلمان کې د یهودیانو د مرکزي شورا پخوانۍ مشري شارلوته کنوبلوخ هم د اسرائیلو د صدراعظم له څرگندونو څخه فاصله ونیوله.

کنوبلوخ وویل: «له اروپا څخه اسرائیلو ته په ډله يیزه توگه د یهودیانو کډه کیدل د افراطي اسلامپالو له خوا د رامنځ ته شوو خطرونو له پاره د حل لاره نه ده. هغې یادونه وکړه: «څوک چې په اروپا کې پر یهویدانو حمله وکړي په حقیقت کې پر ټولي اروپايي ټولني او د هغې پر ازادو ارزښتونو باندي حمله کوي.» په همدې وجه بايد په اروپا کې له یهودیانو سره د دښمنۍ پر بنسټ ولاړ زور زیاتیو پر ضد د ټولو سیاسي او د قانون پر بنسټ ولاړ امکاناتو په مرسته مبارزه وشي.

په فرانسه کې د یهودیانو د قبرونو د ورانولو تر یوې پیښي وروسته د دغه هیواد ولسمشر فرانسوا اولاند او لومړي وزیر مانویل والز، له یهودیانو سره د پیوستون او د هغوی د ملاتړ غږ وکړ.

اولاند په پاریس کې وویل: «یهودیان په اروپا او بیا په خاصه توگه فرانسه کې خپل ځای لري.» والز څرگنده کړه چې هغه د اسرائیلو د صدراعظم د بلني په هکله خواشینی دی. هغه وویل: «په انتخاباتي مبارزه کې هم هر ډول څرگندوني سړی باید ونه کړي.» د فرانسې لومړي وزیر وویل: «د یهوديانو ځای او ټاټوبی فرانسه ده. هغه یادونه وکړه چې په فرانسه کې له ۶۰۰ زرو یهودیانو سره «مینه» تر «کرکجنو عملونو» ډيره پیاوړې ده.

د تیري یکشبنې په ورځ د شتراسبورگ په ۸۰ کيلومترۍ په «سار- یونیون» سیمه کې د یوې یهودي ادیرې۳۰۰ تر ۴۰۰ پوري قبرونه سخت ویجاړ شوي دي، چې دا په فرانسه کې په تیرو ۲۵ کلونو کې د یهودیانو قبرونو ته تر ټول ناوړه سپکاوی دی.

د قبرونو نښانونه چپه شوی دي، د قبرونو تيږي ماتي شوي دي او حتې د «هولو کاست» یا د نازیانو په واکمنۍ کې د یهودیانو د عام وژني یو یادگار ویجاړ شوی دی. په تیر میلادي کال کې په فرانسه کې له یهودیانو سره د دښمنیو لمن پراخه شوې ده. په فرانسه کې د یهویدانو د ستري اتحاديې «کریف» د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۴م کال کې له يهوديانو سره د دښمنۍ پر بسټ ولاړ ۸۵۱ جرمونه شوي دي، چې دا تر یوه کال مخکي په پرتله دوه برابره ډېر دي.