1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مين، کوزده او واده

۱۳۹۰ خرداد ۳۰, دوشنبه

«لیلا» چې د اتلسو کلونو شوه؛ نو ایله چې د «ابراهیم» مېرمنې «شیرین ګل» زوی راوړ. ابراهیم همدې ته ایښې وه، چې ژر یې زوی وشي او دا خپله یتیمه خورزه، لیلا ورته په نامه کړي.

https://p.dw.com/p/11fLv
انځور: Musafer

د لیلا مور او پلار د کورنیو جګړنو اورونو خوړلي وو. د هغې په نامه یوولس جریبه شنه ځمکه، کور او څه پیسې پاتې وې، چې تر دې مهاله ابراهیم خېټه پرې اچولې وه. هغه مهال لیلا د لسو کلونو وه. هغې له خپلو همزولو «شریف»، «ګلمېر» او د ماما له لورګانو، «پاڼې» او «مریم» سره لوبې کولې. د شیرین ګل پام شو، چې شریف او لیلا په لوبو لوبو کې ډېر یو له بله تاوېږي! هغې خبره ابراهیم ته ورسوله.

ابراهیم خو دا عقیده درلودله، چې که لیلا په بل واده شوه، بیا یې ولا که اوبه په دې یوولس جریبه ځمکه ورخوشې کړې! نو هماغه و، چې ښځې او مېړه مریمه په کور کې بنده کړه. ماشومې لیلا چې لږ خوله وکړه، شیرین ګل ورته کړل:
«اخلی پخلی زده کړه، ستنه او تار په لاس کې واخله، سبا به ودېږي!»

مریمه د ماما په کور کې را لویېده او ابراهیم دې ته اړولي و، چې دا ځل به یې زوی پېدا شي او داځل به یې زوی پېدا شي! خو په خپله خبره یې «په نصیب یې خر رغښتی و». ښځې ته به یې چې پېغور ورکړ، هغې به دی له لکۍ راونیو او بله ورځ به یې بیا خوشاله کړ، چې داځل زوی ورته راوړي!

ماشومه لیلا د دولسو دیارلسو کلونو شوه، شریف هم پنځلس کلنۍ ته ورسېد، خو زړه یې په هماغې لیلا پسې ختلای و. پلار او مور یې په دې ښه پوهېدل، خو له ابراهیم شیطان سره د چا وس رسېده.

شریف د لیلا د ترورۍ «محبوبې» کره ورغی. هغې ته یې د زړه حال ووایه. محبوبه نیک زړې مېرمن وه. د هغې هم له خپل ورور ابراهیم څخه بد راتلل. کله به چې دې کورته راښکاره شوه، نو د ټولو نجونو به ورباندې میله وه. هغې ډېرې ښې کیسې کولې. او دې کیسو به د لیلا له زړه نه د شریف د لیدلو غم لږ څه لېرې کړ.

شیرین ګل بیا خپل مېړه لمساوه، « خور دې لیلا راته یاغي کوي!» دا ځل محبوبې ترور لیلا له ځان سره ښار ته بوتله. هغې په ښار کې هوسا او ښکلی کور درلود. لیلا به هلته ډېره هوسا وه. دې وخت کې و، چې ابراهیم له شیرین ګل سره پټ پلان جوړ کړ، چې په پټه به ورځي او همالته به د لیلا په ستوني بالښت ورږدي.

دې وخت کې چرسي «هستي ګل» ماما د قتل په تور د پولیسو له خوا نیول کېږي. له دې سره شیرین ګل، ابراهیم ته وویل:
«سړیه، لیلا ته په تړلي پلان دې غټه تیږه کېږده، هسې نه چې د هستي ګل ماما کانې راوشي!»

مېړه او ښځه څه مهال آرام پاتې شول. ځکه چې شیرین ګل بیا امیدواره وه. د هغې کره زوی وشو او له دې سره د ابراهیم حرص لویه تماشا جوړه کړه. هغه د چم ګاونډ لویان او مشران دې خوښۍ ته را میلمانه کړل او هلته یې د کلي د مشر «سعید اکا» او نورو تر مخې وویل:
«لیلا مې د خور او اوښي نښه ده، او زه نه غواړم دا نښه پردﺉ شي. نو لیلا مې د «قدیم ګل» زوی په نوم کړه.»

د کلي مشر سعید اکا ښه پوهېده، چې ابراهیم څه ته نښلولې. هماغه و، چې غاړه یې ورباندې خلاصه کړه:
«د حرص کاسه چپه ده، لاس یې تش، خوله یې سپېره ده!»
اتلس کلنې لیلا چې واورېدل ماما یې خپل اتلس ورځني ماشوم ته ودوي، نو ځانته یې اور واچاوه. کلی خبر شو. لیلا یې د ښار یوه روغتون ته ورسوله. هلته و چې د ابراهیم فکر سرته راغی او سعید اکا ته یې کړل:
«واک ستا دی، ته پوهېږې او دا کار. هر رنګه یې چې راجوړوې، زما قبوله ده.»

سعید اکا او نورو کلیوالو په جرګه کې پرېکړه وکړه چې لیلا دې شریف ته واده شي. اوس نو شریف ښار کې د میوې دوکان خلاص کړی او له لیلا سره په یوه کرایي کور کې اوسي. خو کریم پلار یې چې د ترکارۍ کار کوي؛ د هغه له مور سره کلي کې اوسېږي.

ليکونکی: انور وفا

کتونکی: نسيم صابر