1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميک کريسټل: موږ جګړه د دښمن په وژلو سره نه بلکي د خلکو د زړنو په لاسته راوړلو سره ګټلای سو

۱۳۸۸ شهریور ۹, دوشنبه

په افغانستان کي ناتو دخپلو هغه ځواکونو دپاره چي دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونو په نامه په دغه هیوا د کي عمليات کوی ، نوي مقررات وضع کړی او ددغه مقرراتو له مخي بايد په افغانستان کی نړیوال سوله ساتونکی ځواکونه...

https://p.dw.com/p/JMTo
د امريکايي جنرال سټينلي ميک کريسټل
د امريکايي جنرال سټينلي ميک کريسټلانځور: picture-alliance/ dpa

ددي په ځاي چی زيات مقاومت کونکي ووژنی ، بايد زياتره په دی موضوع باندی فکر وکړی چي څنګه دافغانانو حمايت کولای شي.

«په دغه شخړه کی به بري هغه وخت زمونږ په برخه شی چی مونږ انسانان قانع کړو نه په دې کار سره چی مونږ زيات دښمن له منځه یوسو »

په افغانستان کي دامریکایانو نوي ستر قوماندان جنرال Stanley McChrYstal ددغه نوی مقرراتو په نافذولو سره غواړی دهر هغه عسکر په ماغذو کي چي په افغانستان کی دناتو تر قوماندانی لاندی دنړیوال سوله ساتونکی ځواکونو په کتار کی خدمت کوی دی خبری ته ځای ورکړی چي دوي بايد دخلکو اعتماد وګټی .

«څه چي زه کوم هغه داده چي زمونږ هر عسکر بايد داخبره وڅيړی چی ولی مونږ دلته راغلي یو . مونږ دلته ددي دپاره راغلی چی دانسانانو حمايت وکړو . کله چي دا زمونږ موخه وی ، نو مونږ به پخپلو ور ځنيو چارو کی هم دي موضوع ته پام کوو»

دغه خبره څو ورځي مخکی جنرال ميک کريستال دآلماني خبریالانو سره دکتنی په وخت کی کړیده . جنرال ميک کریستال پخپله دغه لايحه کی داسي شميری چی :

چی په يوه متعارفي جګړه کي که چيري دلسو څخه سړی دوه کم کړی ،نو اته پاتی کیږی . نو په عادی ډول سره که چيري دلسو مقاومت کونکو څخه سړي دوه تنه ووژنی بايد اته پاتی شی . خو په افغانستان کي دا شمير يا حساب بل خيل ته دی . که چيري د 10 څخه 2 کم کړاي شی نو شل تر ي جوړیږی . دا ځکه چي وژل شوی څوک به دډيرو نور کسانو سره تعلقات او خپلوی ولري نو دوی دوي دا خپل دنده بولی چی دوژل شوی سړي دويني غچ واخلي او دی موخی ته درسيدلو دپاره دغه کسان دمقاومت سره يو ځای کیږی .

جنرال کريستال پخپله مرکه کی دا مثال هم راوړی :

«کله که يو مقاومت کونکی له يوه کوره څخه دآلمان په هغه عسکرو باندی چی ګذمه ګرځی ډزی پيل کړی او په دغه وخت کی آلمانیان دهوايي يا توبچي واحدونو څخه دمرستي غوښتنه وکړی ، نوکه دی ممسالی ته په تعارفي يا عادی توګه وکتل شی نو کيدای شی سړي ورسره تفاهم وښه يی او وايي چی هو بله لاره نه وه ، او دغه کور بايد بمباری شوی واي او په دغه کورکی اوسیدونکی مقاموت کونکی بايد وژل شوی وای . خو که چيري سړی په دغه موضوع باندی یو څه زیات فکر وکړی ، نو دی موضوع ته به يي پا م شی چی په دغه کور باندی دډزو په اثر به ملکی خلک ووژل شي او دملکی خلکو په وژل کيدلو سره به خلک دبهرنيو ځواکونو په ضد لا پسی را وباریږی .نو سړی که له اخلاقي پلوه هم دغی موضوع ته لږ څه ځير شی نو پو هیږی چی ددغه کور بمباري کول يا په دغه کور باندی په تو پونو سره دزي کول به ډيره لویه اشتباه وی.»

په افغانستان کی دملکي وګړو وژل دلويديځو هیواد ونو دپوځی ځواکونو دپاره يوه ډيره لویه لانجه بلل کیږی . ځکه که هر څومره ډیر ملکی بيګناه خلک ووژل شي ، په هماغه اندازه دبهرنيو ځواکونو په ضد د خلکو کرکه زياتيږی نو له همدی امله بايد ديوي نوی لایحي په بنسټ په افغانستان کی دبهرنيو ځواکونو دجګړي په ټاکټیکونو کي اساسی بدلونونه راشي . خو بيا ميک کريستال داهم وايی چي عسکرو دجګړی يو يو متود زده کړی او سړي سمدستي هم نشی کولای چي ددوي تګ لاره سمدستی نن به سبا بدله کړی .

«دمقاومت کونکو په ضد په جګړه کي بايد اغيزمن عمل وکړی او داغيزمن عمل کولو مانا داده چي سړی باید دا زدکړی چی دشرايطو سره سم عمل وکړي.دي موخی ته د رسيدلو له پاره وخت ته اړه شته تر څو پوځ د جګړی دغه نوی تګ لاره زده کړي. په دغه نوې لايحه کي لیکل شوی چي « مونږ بايد خلک وپیژنو او شرايطو ته په رڼو سترګوسره وګورو »

« هر کار او عمل چی مونږ يی کو بايد په هغه کی مونږ ددغي نوی لايحی مقررات به نظر کي ونيسو . » په ټولو حالاتو کی ، که ګذمه ګرزو ، که په موټر کی سپاره يو يا يوه الوتکه چلو بايد فکر وکړو چی څه وخت او دچا په مقابل کي دڅومره ځواک څخه کار واخلو .

«زه فکر کوم چی ددښمن دټکولو په پرتله به دا ډیر اغيزمن کار وی که چيری مونږ دخلکو سره تماسونه ټینګ کړو ، له هغوی سره په مسايلو اوپيښو په اړه خبری او جروبحث ونه وکړو ، او داسي عمل وکړو چي دشرايطو سره سم وي . او بیا وایم چی زمونږ اصلي موخه یا هدف بايد دخلکو حمايت کول وی».

که څه هم ددغي نوی لایحي مقررات دټولو له خوا ستايل شوي خو په ځينی پوځی کړیو کی داهم ويل شوی چي په عمل کی ددغي لایحی تطبيقول به آسانه خبره نه وی .

Küstner, Kai/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل