1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميک کريسټل: په الماني عسکرو بايد سړی ووياړي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲, پنجشنبه

په افغانستان کي د نړيوال سوله ساتي ځواک آيساف ستر امريکايي قوماندان جنرال ميک کريسټل پرون په برلين کي، کله چي د جرمني د دفاع له وزير څو ګوتنبرګ سره يې کتلي په افغانستان کي د الماني عسکرو د قربانيو څخه درناوی کړی...

https://p.dw.com/p/N2g0
په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو ستر قوماندان جنرال سټينلي په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو ستر قوماندان جنرال سټينلي ميک کريسټل او د جرمني د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ په برلين کي د وينا پر مهالميک کريسټل او د جرمني د دفاع وزير کارل څيودور څو ګوتنبرګ په برلين کي د وينا پر مهال
په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو ستر قوماندان جنرال سټينلي ميک کريسټل او د جرمني د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ په برلين کي د وينا پر مهالانځور: AP

ميک کريسټل ددې ستاينه هم کړې، چي په افغانستان کي د المانانو او امريکايانو تر منځ ګد کار په ښه وجه پر مخ ځي.

سټنلي وايي، چي دا ډيره د وياړ خبره ده، چي الماني عسکر په افغانستان کي په زړه ورتوب او قاتيت سره خپله دنده تر سره کوي. په تيره بيا د افغانستان په شمال کي د الماني عسکرو نقش ډير مهم او د ستايني وړ دی.

«زه د الماني عسکرو د خدمت او قربانۍ ستاينه کوم، په تيره بيا زما دا خبره هغو جرمني عسکرو او ددوی کورنيو ته متوجه ده چي دوی په خپله دنده کي قربانۍ ورکړي دي. دا زما دپاره هم د وياړ خبره ده چي زه د الماني عسکرو او کارپوهانو تر څنګ خپله دنده تر سره کوم. زه ستاسو په افتکار باندي هم وياړم.»

ميک کريسټل ګوتنبرګ ته ويلي، چي د افغانستان په شمال کي به د نړيوال سوله ساتي ځواک قومانداني د المانانو په لاس کي پاته سي. خو دا يې هم ويلي، چي شمال ته به امريکايي عسکر هم واستول سي.

په راتلونکي کي بايد په شمال کي الماني او امريکايي عسکر سره ګډ کار وکړي.

د جرمني د دفاع وزيرګوتنبرګ ويلي دي، چي دلته په افغانستان کي د امريکايانو او الماني عسکرو د ګډ کار په هکله زه د بيلګي په توګه وايم، چي د اپريل د مياشتي پر دوهمه نېټه، کله چي الماني عسکرو قرباني ورکړه امريکايي عسکرو هڅه کړې، چي د ټولو خطرونو په منلو سره د يو شمېر الماني عسکرو ژوند ته نجات ورکړي. له دې امله زه د امريکايانو څخه ډيره مننه کوم.

ګوتنبرګ د جرمني د حکومت په استازيتوب د ناټو ستر قوماندان ميک کريسټل ته د هغو 14 امريکايي عسکرو لپاره، چي د الماني عسکرو د نجات لپاره يې خپل ژوند خطر ته ورکړی د المان د وياړ د سرو زرو مډالونه ورکوي.

ګوتنبرګ وايي، چي د افغانستان لپاره په نوي ستراتيژۍ کي موږ بايد د همږغۍ د پرنسيف پوره رعايت وکړو په دې مانا، چي موږ بايد د افغاني عسکرو سره ګډه کارته چمتو والی وښه يو. دا خبره بايد هم روښانه وي چي په دې نوي ستراتيژۍ کي د الماني عسکرو لپاره هم خطرونه نغښتي دي.

«د افغانستان ماموريت يو خطرناکه ماموريت دي او په ځينو ځايونو کي دغه خطر بې خي ډير دی. په دې نوي ستراتيژۍ او ګډ کار کي خطرونه د ټولو لپاره سته او بايد موږ له دغه خطرونو څخه و نه ويريږو.»

خو يوازي ددې لاري څخه چي موږ په ګډه سره خپل ماموريتونه سر ته ورسو او په ګډه سره ګذمې وکړو کولاسو چي موږ خپل هدف ته ورسيږو او په دې توګه مسوليتونه په راتلونکي کي پخپله افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارو.

هغه وخت، چي افغان عسکر او پوليس دا توانمندي پيدا کړي چي دوی پخپله په هيواد کي د سولي او امنيت ساتنه وکړي کيدای سي چي د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د استلو پر موضوع باندي خبري وسي.

Marx, Bettina / ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل