مچياني د کوچني کمپيوتري مايکرو چيپانو سره
د مچيانو ډليزه له منځه تلني د عسلو توليدونکي سخت اندېښمن کړي دي. ساينسپوهانو اوس په زرهاؤ مچيانو ته مايکرو چيپونه اچولي تر څو پلټني وکولای سي.
دروند بار؟
دغه مچۍ د ځان سره ۲،۵ ملي متره لويوالی او ۵،۴ ملي ګرامه وزن لرونکی مايکرو چيپ ګرځوي. دغه کمپيوتري چيپ چي د يوې وړې مچۍ پر شا ډېر لوی او دروند معلوميږي، خو د آستراليا د دولتي څېړونکي ادارې غړی، کارپوه ګېري فليټ په وينا د ګلانو تر هغه ګرد زيات وزن نه لري، چي دغه مچياني يې د ټولولو له پاره پروازونه کوي.
بېرته راستنېدنه
تقريبا ۱۰۰۰۰ اروپايي د شاتو مچۍ او د هغوی ځالې ځېړونکو د تاسمانيا په آيالت کې له دغسې يو سېنسور سره سمبالې کړې دي. د هغه د نصبولو له پاره مچيانې د لنډ وخت له پاره بې هوښه کيږي. په برازيل کې دغسې تجربې له نورو حيوانانو سره هم روانې دي. ورپسې به سيډني او کېنبېرا هم راځي.
د مچيانو د تعقيب پروژه
پر مچيانو د نصب سوو چيپانو په مرسته سيګنال و يو مرکزي کمپيوتر ته لېږدول کيږي. په دې توګه سره ساينسپوهان کولای سي چي په ډېره دقيقه توګه دغه مچۍ، د هغې حرکت او مسير تعقيب کړي. ساينسپوهان غواړي چي په دغه توګه د لاس ته راغلو معلوماتو په مرسته ځان ته په دقيقه توګه معلومه کړي چي کوم ډول مچياني څومره وخت په کوم مصروفيت تېروي.
نړيواله مقايسه
ساينسپوهان غواړي چي د نړۍ په بيلو برخو کي پر مچيانو د چيپانو په نصب کولو سره د دغو سيمو څخه د ځايي مچيانو په تړاو معلومات راغونډ کړي. هغوی غواړي چي وروسته د دغو معلوماتو په مقايسه کولو سره ځان ته د مچيانو د ډليزه له منځه تلنې وجوهات معلوم کړي.
له ګواښه ډک ژوند
په تيرو څو کالو کي په نړۍ واله توګه د مچيانو نفوس په لويه اندازه کم سوی دی. د دغه يو لوی لامل د فاروآ په نوم يوه سپږۍ يا کنه ده چي په لويه اندازه مچياني ورڅخه مري. د دې تر څنګ نور حشرات او زهرجن کيمياوي مواد هم د دې باعث کيږي. دا چي د مچيانو د مړيني د لاملونو او مخنيوي له پاره پلټني جدي نيول کيږي، وجه يې دا ده چي مچياني د نړۍ د نباتاتو د ۷۰ فيصدو مثمر کولو لامل دي.