1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مژده: د يوې بريا د ماتي کليزه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

«د ټولو ستونزو پېټی باید د نورو پر اوږو ور وانه چوو. دا سمه ده، چې مجاهدینو هم د شوروي تر ړنګېدلو وروسته، د نړیوالو بدلونو په درک کولو کې ستونزه لرله او د سړې جګړې په معیارونو باندې حالت ارزاوه.»

https://p.dw.com/p/14knu
انځور: picture-alliance/dpa

یاددښت: د غوایي د اوومي او اتمي د کلیزي په مناسبت دویچه ويله د مجاهدینو او د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند، دوه جلا جلا لید لوري وړاندي کوي. په دغو مقالو کي اساسي پوښتنه داده: د غوایي له اوومي او اتمي څه درسونه تر لاسه کېدلای شي؟» د جهادیانو له آدرسه وحید مژده دغه مقاله لیکلې ده.

څو کلونه وشول، چې د غوایي يا ثور اوومه او اتمه ورځ، دواړي يو له بله سره مقایسه کېږي، او ډېری وخت موخه ددې مسئلې تفهیم دی، چې دواړو ورځو ګډي او یو بل ته ورته پاېلي لرلې. ځکه نو باید یوه پر بلي غوره ونه بلل شي.

په دا ډول ځېړنه کي، د یوه ترسږمو پوري په وسله سنبال زبرځواک په وړاندي، د یوه اېبلې پښې ملت ستر پاڅون، یو میلیون وګړو په شهیدانېدلو او د پنځه میلیونو وګړو په ګډوالېدلو سره، په نړیواله کچه د کډوالو تر ټولو ستري کتلې په توګه څرګندېدلو سره د شوروي اتحاد په ړنګېدلو کې لوی رول تر سره کړ. ددې انقلاب پرتله کول له هغي پوځي کودتا سره، چي د څو ساعتونو په ترڅ کي یې واک له یوه لاسه بل لاس ته ولېږداوه، او پر ترور او اختناق د یوه ولاړ رژیم په رامنځته کېدلو باندي پای ته ورسېد، منصفانه نه دي.

له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو له وتلو او د ډاکټر نجیب الله د رژیم د را پرځېدلو ترمنځ درې نیم کلونه تېرشول. ددغه وخت په اوږدو کې مجاهدینو ونشوای کولای، چې يو ګډ تفاهم جوړکړي. هغوی د جلال آباد په جګړه کې ماته وخوړه، او له پولو بهر حکومتونه یې هم د خپلمنځي مخالفتونو په ترڅ کې کمزوري او له پښو ولوېدل. دغه کمزورۍ، چې کولای یې شول د بري په سبا په تنظیمي جګړو واوړي، له چا څخه پټي نه وې، خو په خواشینۍ سره چې پاملرنه ورته ونه شوه.

مجاهدین پر بهرني ځواک باندي له بري وروسته سخت مغروره شول، او ګومان یې کاوه، چې لویدیځ به یې مرستې ته را ودانګي. هغوی په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو برلاسی ځواک ښه ونه شو ارزولای. قدرت ته د مجاهدینو د مشرانو تنده هم پر نورو علتونو ور زیاته شوه، او د خپلمنځي جګړو د اور لمبې بل شوې. تر۱۹۸۲ زېږدیز کال پوري مجاهدینو داسي انګېرله، چې بري ته رسېدل ناشوني دي، عمومي انګېرنه او تصور داوو، چې دا جګړه به د اوږدو کلونو له پاره دوام ولري. دا ځکه چې دا په ګاونډ کي را سره پروت زبرځواک په وړاندي جګړه وه، چې د واکمن تصور له مخي په قلمرو کي یې لمر نه ډوبېده.

ځکه نو دې چارې ته لږه پاملرنه شوې وه، چې که واک د مجاهدینو په لاس ورغی، په څه ډول به حکومت کوي؟ د اساسي قانون نوم په خوله راوړل، له کفره ډک بدعت بلل کېده.
دا ډول عمومي رواجي خبري، چې «قرآن زموږ اساسي قانون دی» تود بازار درلود. هغه مهال د شوروي اتحاد ماتې خوړل او د منځنۍ اسیا آزادېدل، یوازې یو شعار ګڼل کېده.

په خپلمنځي اختلافونو کې را ګیر له پولو بهر حکومتونه

د مجاهدینو د مشرانو له غونډي سره هممهاله، سلګونه کیلومتره لېري، د هغه پله دپاسه چي افغانستان د شوروي اتحاد له ازبکستان جمهوریت سره تړي؛ ځانګړي مراسم جوړ وه. ډګرجنرال باریس ګروموف د سره پوځ د وروستي سرتېري په توګه، په لړزاندو ګامونو ددې پله دپاسه تېر شو. ددغه پله د منځ برخي ته نېږدې- هغه ځای چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو بېلونکې کرښه ده، هغه خپل مخ افغانستان ته را واړاوه او ورو یې څه ووېل. څو ګامه ها خوا یې مېرمن له یوې ګېډۍ ګلانو سره د هغه هرکلي ته ولاړ وه. د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو سره هممهاله، مجاهدین په خپلمنځي مخالفتونو کې را ګیر وه.

د مشورتي شورا له خوا رامنځته شوي حکومت دا امتیاز درلود، چې په هغه کې پخپله د مجاهدینو رهبران شامل ول. خو دا کمزوري یې لرله، چې شیعه ډلي پکي شاملې نه شوې. او په پاېله کې یې ایران ددغه حکومت د راتلونکي او د پاکستان د موخو په اړه سخت بدبین کړ.ددغه حکومت له جوړولو سره هممهاله ددې اړتیا وه، چې پر پوله پروت یو ولایت آزاد شي، ترڅو د مجددي د هغو خبرو له مخي، چې له بي بي سي راډیو سره یې په مرکه کې کړي وې؛ د مجاهدینو حکومت هلته انتقال شي. په همدې موخه، د «آی اس آی» په تشویق او همکارۍ د جلال آباد جګړه پېل شوه.

دا لومړی ځل و، چې پاکستانیانو مخامخ له مجاهدینو سره مرسته کوله. دې ډول مداخلې د جګړې پر ډګر د مجاهدینو روحیه کمزورې کړه. هماغه وه، چې د هېواد دننه د مجاهدینو ځنو قومندانان په دې جګړه کي د بې طرفۍ دریځ خپل کړ. احمدشاه مسعود د سالنګ له لاري له بندولو ډډه وکړه او د بګرام هوایي ډګر پرته له هېڅ خنډه د جګړه ییزو الوتکو الوتنو ته پرانستی پاته شو.

مجاهدینو د جلال آباد په جګړه کې ماته وخوړه او دغه چارې د ډاکتر نجیب الله د حکومت روحیه دې ته پېاوړې کړه، چې د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته، مستقلانه دفاع د خپلي لویې لاسته راوړني په توګه تبلیغولو له پاره نوري هم خپلي هڅي زیاتي کړې.

حکمتیار ددغه حکومت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه، ځينو اسلامي هېوادونو ته سفرونه وکړل او ځنو دغو هېوادونو د مجاهدینو حکومت په رسمیت وپېژانده؛ خو دغه حالت یوازي شپږ مېاشتي پاېښت درلود. ځکه چې په هېواد کې دننه د ټاکنو ترسره کېدلو په اړه د هغه غوښتنه عملي نه شوه. او دا خبره ددې لامل شوه، چې هغه پخپله د هغه حکومت پرخلاف، چې پخپله یې د بهرنیو چارو وزیر وو، د مخالفت دریځ ته مخه کړه. حکمتیار ووېل چې دغه حکومت د پېښور په کرایي کورونو کې کلابند دی او د خلکو منځته لاره نه لري. حکمتیار، د ډاکتر نجیب الله په وسله وال پوځ کې د خلق د اړخ د عناصرو په مرسته ناکامه کودتاه تر سره کړه، چې له بشپړي ماتې سره مخامخ شوه. دغه کودتا د مجاهدینو ترمنځ د قومپالني د هغو حرکتونو د پیاوړتیا لامل شوه، چې بیا د غوايي د اتمي له پېښې وروسته یې ډېره جدي بڼه ونیوله.

هغه تجربې، چي د غوایي له اتمي باید زده شي

د۱۳۷۱ کال د غوایي د مېاشتي په لومړیو ورځو کې کابل ښار ته د مجاهدینو ننوتل، له ماتي سره ملګری بری وو. بری په دې مانا چې افغان ملت وروسته د څوارلس کلن جهاد په پاېله کې لوی نړیوال ځواک له افغانستان څخه وتلو ته اړکړ. پخوا چي شوروي ځواکونه کوم هېواد ته ننوتي وو، د هغوی پاته کېدل دایمي وه، خو دا لومړی ځل وو، چې شورویان د یوه ملت د وسله وال مقاومت په پاېله کې دې ته اړ شول، چې له هغه هېواده پښې سپکي کړي.

د پاکستان په منځګړتوب، د پېښور په ګورنر هاوس کې، د قدرت د وېش پروګرام پېل شو. خو د مجاهدینو مشکل دا وو، چې هغوی د قدرت په لاس کې اخيستلو له پاره هېڅ راز چمتوالی نه درلود. د هغوی له پولو بهرحکومتونه، هېڅکله یو کامیابه تجربه جوړه نه شوه، بلکي زیاتره یې دغه تصور رامنځته کاوه، چي د جګړې پر میدان یې حماسې زېږولي دي، د سیاست د میدان سړي نه دي. د افغانستان په جهاد کې هري ډلې خپلي ځانګړي موخې لرلې. مجاهدین د خپل هېواد د آزدۍ په فکر کې وه، خو لویدیځ بله موخه لرله.

د هغه وخت یوه امریکایي مقام کلونه وروسته په بربنډه توګه ووېل، چې زموږ موخه روسانو ته د یو ویتنام جوړول وه. په ویتنام کې د ماتي غچ اخيستل د امریکا له موخو څخه وه. هغوی د افغانستان د خلکو په غم او فکر کې نه ول. امریکا او بیا ټول لویدیځ شوروي اتحاد او ختیځې اروپا ته د یوه داسي ګټور بازار په سترګه کتل، چې دروازې یې د کمونیستي رژیم له خوا د لویدیځو پانګوالو په وړاندي تړل شوي دي. د امریکا او لویدیځ له نظره موږ افغانان ددغي دروازې د ماتولو او د لویدیځ د پانګي پرمخ ددغو هېوادونو پرانيستلو له پاره د وسیلې حیثیت درلود.

هغه مهال چې شوروي اتحاد را وپرځېد، دغه دروازه، چې لویدیځ یې د خلاصېدلو هیله په فکرونو کې پاللې وه، پرانيستل شوه، او له هغې را وروسته ددغي دروازې څپڅپانده وسیله-افغان جهاد- ته نوره اړتیا نه وه. او له دې سره لویديځ افغانستان هېر کړ.

خو د ټولو ستونزو ګناه باید د نورو پر اوږو ور وانه چوو. په دې کي هېڅ شک نشته، چې مجاهدینو هم د شوروي اتحاد تر پرځېدلو وروسته، د نړیوالو بدلونونو په اړه سم درک نه درلود. هغوی لا هم حالات د ساړه جنګ د وخت په څېر ارزول. مجاهدینو تر وروستۍ شېبې پوري د کابل له حکومت سره له خبرو ډډه وکړه. حکمتیار بیا تر نورو زیات په دې برخه کې انعطاف ته غاړه نه ایښوده. هغه د ډاکتر نجیب الله ټول وړاندیزونه، چې په پټو تماسونو کې ورته وړاندي شول، رد کړل. د مجاهدینو دا دریځ، چې «موږ له لاسپوڅي حکومت سره خبري نه کوو، او زموږ لوری روسان دي» تېروتنه وه. روسانو له مجاهدینو سره خبري وکړې او بیا له افغانستان څخه ووتل. خو د افغانانو ترمنځ ستونزه پر خپل ځای پاته شوه، او مجاهدینو ونه شول کولای د شوروي اتحاد د دورې له پاته شونو، په مثبته توګه ګټه واخلي، بلکي دا ټول یې په خپلمنځي جګړو کې له منځه یوړل. هغوی چې په تېره کې له نجیب سره خبرو ته چمتو نه ول، د یو بل د کمزوري کولو له پاره د نجیب له ملیشو سره خبري وکړې او هغوی ته یې امتیازونه ورکړل.

داخلي اختلافاتو، بهرنۍ لاسوهنو ته لاره اواره کړه او افغانستان د نورو له پاره د جګړو ډګر شو. جګړې د مذاکرې او تفاهم ځای ونیو او د یوه سترملت د جهاد او فداکارۍ حاصل د یوې بې پاېلې جګړې په اور کې خاوري او ایره شوې.

هغوی، چې له تيرو تجريبو څخه ئې څه زده نه کړل.

آیا له تېري تجربې مو داسي څه زده کړي دي، چي په راتلونکې کي په کار راشي؟ که په دې لټه کي واوسو، چي نن له تېري ورځي سره پرتله کړو، نو هم شباهتونه شته او هم توپېرونه، چي بې له شکه له تېرې څخه هم زیات ننګونکي دي:

- نن ورځ هم حکومت هماغه د تېروخت ادبیاتو ته ورته ژبه باندي له مخالفانو سره د سولي نارې وهي؛ خو تر ټولو پیاوړي وسله والي مخالفي ډلي له لوري د حکومت په نامشروع بللو سره، دغه خواست او غوښتنه ردوي او یوازي بهرنی اړخ «لوری» ګڼي.

- د جهاد د دوران پر خلاف، اوس د دولت تر ټولو غښتلې مخالفه وسله واله ډله واحده رهبري لري، خو د حکومت لوری له هغه دوره زیات کمزوری او پاشل شوې برېښي. د حکومت په سیاسي اپوزیسون کې هم لازم یوالی نه لیدل کېږي.

- د اوسني دولت زیاتره شخصیتونه «وارد» شوي، چې د پیسو لاس ته راوړلو له پاره افغانستان ته راغلي دي، او یو شمېر یې په فساد کي ککړ دي او له دې لاري یې شته ترلاسه کړي دي. د هغوی له پاره را روانه ننګونکې نه ده، ځکه چې هغوی له افغانستانه پرته د یوه بل هېواد تابعیت هم لري. ځکه نو د سولي په لار کي هره هڅه مردوده ګڼي.

- دولت، سیاسي اپوزیسیون او طالبانو، هېڅ یوه هم د سولي له پاره کومه عملي طرحه نه ده وړاندي کړې. د طالبانو دریځ مبهم او د حکومت له خوا له هغوی څخه د تسلیمېدلو غوښتنه د پلي کېدلو وړ نه ده.

- په تېرو لسو کلونو کي پر لیبرالي ولسواکۍ ولاړ نظام د تپلو له پاره هڅو نه یوازي دا چې د قومپالني خوځښت یې پیکه نه شوای کړی، بلکي دغه خوځښتونه یې دومره پیاوړي کړل، چې حتی نن ورځ ځني له جلاکېدلو څخه ملاتړ کوي.

- د امریکا او متحدانو شتون یې، ددې پرځای چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنو مخه ونيسي، هغه یې زیاتې کړي، ناامنیۍ زیاتې شوي او د نشه یي توکو تولید خپل تېر ریکاردونه مات کړي دي. له دریو لسیزو اوږدې جګړې تجربې په دې هېواد کې وښووله، چې نه یوازې دا چي هيڅ بهرنی ځواک ددې وس نلري، چې په افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ کړي، بلکې قهر او غوسه په لا نورو بڼو پراخولای او دودولای شي.

دا یوازي افغانان دي، چي کولای شي، تر خپله منځه د صادقانه او مسولانه تفاهم پر مخ وړلو له لاري، پر دغو ننګونو بری ومومي. د زمان بېړۍ په چټکۍ مخته درومي، په داسې حال کې چې ۲۰۱۴ کال پوري ډېر وخت نه دی پاته، موږ لا هم په ګډوډ حالت کې را ایسار يو. شریعتي وایي: زموږ نیکمرغي په دغو دریو جملو کې ده: تجربه له تېري ورځي، ګټه له نن ورځي، هیله د سبا له پاره. خو موږ په دریو نورو جملو سره خپل ژوند بربادۍ ته رسوو: د تېري ورځي افسوس کول، د نن ورځي له لاسه ورکول، او له سبا ورځې ویره.

لیکوال: وحید مژده.
کتونکی: نجيب الله زيارمل