1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مکسیکو: د ولسمشرۍ په ټاکنو کې انرکي پینیا نیتو تر ټولو مخکې دئ

۱۳۹۱ تیر ۱۲, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15PBg

د مکسیکو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې انرکي پینیا نیتو تر ټولو وړاندی دئ. د دغه هیواد د ټاکنو د کمیسیون له خوا په خپرو شوو لومړنیو پایلو کې ویل شوي دي نیتو شاوخو ۳۸ سلنه رایې گټلي دي. د هغه بل رقیب نوماند ۳۱ سلنه رایې گټلي دي. که چیرې نیتو دغه ټاکنې وگټې نو د ۱۲ کلونو د ځنډ وروسته به هغه یو ځل بیا قدرت ته ورسیږي. د یکشنبې د ورځې ټاکنې د مکسیکو په تاریخ کې تر ټولو مهمې ټاکنې وې. د دغو ټاکنو په پایله کې ولسمشر، د کانگرس د دواړو خونو مشران، د شپږو ایالتونو والیان او د مکسیکو د ښار ښاروال ټاکل کیږي.