1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مک کين: په ليبيا کي د القاعدې د پيدا کيدو خطر سته

۱۳۹۰ اردیبهشت ۵, دوشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د جمهوري غوښتونکو سناتور، جان مک کين يو ځل بيا وويل چي متحده ايالات به د قذافي د رژيم پرضد د ياغيانو ملاتړ وکړي.

https://p.dw.com/p/113YL
جان مک کين
جان مک کينانځور: dapd

مک کين چي د 2008 کال د ولسمشرۍ په ټاکنو د اوسني ولسمشر بارک اوباما سيال کانديد ؤ، د لويديځ يو لوړ پوړی سياست وال دی چي، په ليبيا کي يې د ياغيانو له سيمي څخه ليدنه کتنه وکړه.

هغه د يوې امريکايي تلويزيوني شبکې سره په مرکه کښي خبرداری ورکړی چي که چيري د ليبيا روان کړکيچ ژر ترژره حل نه سي، کيدای سي هلته القاعده ګټه پورته کړي.

هغه وويل چي متحده ايالاتو او لويديځه نړۍ بايد له ياغيانو ملاتړ وکړي. ميک کن يادونه وکړه څومره چي په دې ملاتړ کي ځنډ وسي، همومره ددې خطرسته چي له روان کړکيچ څخه القاعده سر را پورته کړي.

هغه وويل: « په اوسني وخت کي هغوی يعني ياغيان د قذافي د رژيم پر ضد سره يو موټي دي. هغوی هسي سره يو موټی دی لکه چي خلک په عربي نړۍ کي د نورو مطلق العنان رژيمونو پر ضد لکه مصر، تونس او سوريه کي د آزادۍ لپاره راپورته سوي او يو موټی دي.»

مک کين وويل چي «دا القاعده نه وه چي دغه ولسي غورځنګونه يې په حرکت راوستل، بلکي دا د ديموکراسۍ لپاره د خلکو غوښتني وې.» هغه وويل په همدې وجه، کي چيري په ليبيا کي اوسنی کړکيچ مات نه سي، دا خطر سته چي دلته هم القاعده راسي او له وضعيت څخه ناوړه استفاده وکړي.

جان مک کين د ليبيا ياغيان «آزادي غوښتونکي» وګڼل او وويل چي له هغوی سره دي پوځي او سياسي مرستي وسي.

هغه وويل:«ياغيان يا آزادي بښونکي قوتونه چي زه هغوی ته وايم، په ښو وسلو سمبال نه دي، هغوی پوځي تجهيزاتو او پيسو ته اړتيا لري. ما د بنغازي څخه بهر د هغوی د روزني اډې وليدې.»

نوموړي زياته کړه چي ښايي ډير وخت نيسي چي هغوی په ښو وسلو سمبال سي او له ښيي پوځي روزني څخه برخه من سي،هغه څه چي د هغوی لپاره حتمي او ضروري ده ترڅو روانه جګړه «برياليتوب» ته ورسوي.

نوموړی امريکايي سناتو په داسي حال کي چي د ناټو له خوا د قذافي د ځواکونو پر ضد د هوايي ببماريو دوام يي د هغه د رژيم د کمزور کولو لپاره مهم لومړی قدم وګاڼه، غوښتنه وکړه چي د ياغيانو له خوا جوړه سوې انتقالي شورا دي په رسميت وپيژندل سي.

تيره شپه ناټو د ليبيا په پلازمېنه، طرابلس کي د قذافي د رژيم پر تأسيساتو بمبار کړی. په دغو تأسيساتو کي يو هم هغه مقر دی چي قذافي د خپلي واکنۍ لپاره استفاده ځني کوله. خو دا څرګنده نه ده چي د ناتو د بمباريو په وخت کي قذافي چيري ؤ.

له طرابلس څخه خبرونه وايي چي د ناټو په ببماريو کي 45 کسان ټپيان سوي دي، چي د ځينو روغتيايي وضعيت ډير سخت دی.

د ليبيا د حکومت وياند، موسي ابراهيم د ناټو له مسوولينو وغوښتل چي له بمباريو لاس واخلي او خبرو اترو ته کښيني.

هغه وويل: «ناتو بايد پوه سي که چيري رښتيا هم په ليبيا کي سوله او ديموکراسي غواړي بايد زموږ سره خبرو اترو ته کښېني. خبري کول د جګړي په څير ډير زيات لګښت نه غواړي.»

ابراهيم زياته کړه چي د ناټو د هوايي بمبرايو سره په ليبيا کي وضعيت نور هم کړکيچن کيږي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل