1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل وایي نه غواړي داسي ژمني وکړی چي پر ځای کول یې ستونزمن وي

۱۳۹۰ بهمن ۶, پنجشنبه

د نړیوال اقتصاد جرگه د نړيوال مالي کړکيچ، په عربي نړۍ کي د سياسي بدلون او په ټوله نړۍ کي د خوراکي توکو د بيو د لوړيدو تر سيوري لاندي پرانيستل شوه. دغه جرگه هر کال د سویس په داووس ښار کي جوړیږي.

https://p.dw.com/p/13qEp
مرکل وویل چي هیواد ئې نه غواړي داسي ژمني وکړي چي پر ځای کول ئې ستونزمن وي.
مرکل وویل چي هیواد ئې نه غواړي داسي ژمني وکړي چي پر ځای کول ئې ستونزمن وي.انځور: AP

د نړيوال اقتصاد ۴۲مه کلنۍ جرګه سږ کال د آلمان د صدراعظمي، انګلا میرکل په وينا سره پرانيستل شوه. دغه غونډه د چهارشنبې په ورځ پرانستل شوه او د يکشنبې تر ورځي پوري به دوام وکړي.

میرکل پخپله وینا کي په ۲۰۰۸ کال کي له ستر مالي کړکيچ راهیسي د نړيوالو مالي بازارونو د اصلاحاتو يو تريخ، خو رښتينی بيلانس وړاندي کړ.

میرکل وويل چي هغه نه پوهيږي چي ولي پر نړيوال مالي انتقالاتو باندي د ماليې د ايښوولو پلان چي په ترڅ کي به ئې د مالي کړکيچ په تاوان کي بانکونه هم ونډه واخلي له مخالفت سره مخامخ شوی دئ. د هغې په خبره دا پلان کيدای شي چي عامو خلکو ته یو ښه پیغام وي.

د آلمان صدراعظمې د یورو د کړکيچ دوام ته په اشاره سره وويل چي لا تر اوسه په ډيرو هيوادونو کي داسي سياسي جوړښتونه نه شته چي له روان کړکيچ سره مقابله وکړي. خو هغې دا خبره هم وکړه چي یو شمیر اروپایي هیوادونه د یورو له بحران سره د مبارزي په حال کي دي.

میرکل هسپانيا، ايتاليا، پرتګال، آيرلند او يونان ته په اشارې سره وویل چي په دغو هیوادونو کي لږ، خو بدلونونه او هڅي ترسره کیږي.

د آلمان صدراعظمې د روان کړکیچ جدیت ته په اشارېکولو سره وویل چي روان کړکیچ په یوه وار حل کیدای نه شي. د هغې په خبره لومړی باید له لاسه تللی اعتبار بيرته اعاده شي:

میرکل وویل چي پر داسي یوې طرحي کار روان دئ چي له مخي به ئې اروپایي هیوادونه د زیات پور اخیستلو مخه ونیسي.

میرکل زیاته کړه چي هیواد ئې نه شي کولای چي په یوازي سر د یورو کړکیچ له منځه یوسي. د میرکل په خبره که څه هم هیواد ئې د یورو ژغورنې ته متعهد دئ خو نه غواړي داسې ژمني وکړي چي عملي کول ئې سخت وي.

د نړيوال اقتصاد په جرګه کي د بانکونو او د پانګوالو استازي تر سختو نيوکو لاندي راغلي دي. د نړيوالو صنفي ټولنو د اتحاد مشرې، شاران بورو، پر پانگوال نظام سختي نیوکي کړي دي.

عبدالباري حکیم (د آلمان غږ)
کتونکی: مسعود جهش