1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: اخراجول د په خپله خوښه ستنیدونکو شمیر هم لوړي

۱۳۹۵ آبان ۱۸, سه‌شنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د مهاجرو د بیرته ستنولو په برخه مرکزي حکومت او ایالتونه ډیرې نږدې ګډې همکارۍ ته رابللي دي.

https://p.dw.com/p/2SJp4
Angela Merkel zu Besuch in der Ausländerbehörde Berlin
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د دوشنبې په ورځ په برلین کې د بهرنیانو د چارو تنظیمونکي دفتر څخه د لیدنې پر مهال دې ټکې ته اشاره وکړه چې د هغو مهاجرو بیرته ستنول به یو بریالیتوب وي، کوم چې رد شوي او په آلمان کې د پاتې کیدو مستحق نه دي.  

میرکل یادونه وکړه چې د بهرنیانو د چارو تنظیمونکی سیمه ييز دفتر باید له مهاجرو سره په مستقیم تماس کې وي، خو کله چې د دې اړتیا پیدا شي چې دغه کسان اسناد او پاسپورتونه ونه لري، نو د فدرال ادارې دنده ده چې په دی برخه کې مرسته وکړی.

میرکل وویل :«ډیر د پام وړ خبره ده چې د بیرته ستنیدونکو یا هغه چې په جبري توګه اخراجیږي شمیر زیاتیدل، د دي سبب ګرځي چې ډیر کسان په خپله خوښه خپلو هیوادنو ته ستانه شي.» 

میرکل د مهاجرو د اخراج موضوع ته په اشارې سره دا هم وویل چې د بهرنیانو د چارو په تنظیمونکي دفتر کې د (IOM) یا کډوالو له پاره د نړیوال سازمان کارکونکي هم موجود دي چې دغو مهاجرو ته اړینې مشورې ورکوي.

د دغې موضوع دلیل په حقیقت کې د اتحادي ګوندونو مسیحي دیموکرات اتحاد CDU او مسیحي سوسیال اتحاد CSU په ائتلاف کې له خپل متحد SPD یا سوسیال دیموکرات ګوند، څخه هغه غوښتنه ده، چې وایې په ایالتونو کې دې د هغو مهاجرو د اخراجولو په برخه کې پر جدي اقداماتو لاس پورې کړای شي چې په آلمان کې یې د پناهندګۍ غوښتنه رد شوې وي او یا هم په دغه هیواد کې د پاتې کیدو اجازه نه لري.

د آلمان د مسیحي دیموکرات اتحاد CDU عمومي منشي پيتر تاوبر، د دوشنبې په ورځ د خپل گوند د رئیسه هیئت له یوې غوندې څخه وروسته وویل چې د مهاجرو د اخراج په اړه په ایالتونو کې ځینې نيمگړتیاوې موجودې دي. میرکل زیاته کړه لکه څنګ مو چې له افغانستان سره د مهاجرو د بیرته ستنولو په برخه کې موافقه کړې ده د یو شمیر افریقایې او عربي هیوادونو سره د دا ډول موافقې یا تړون رامنځته کیدو په برخه کې ستونزې موجودې دي.