1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: افغانان تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم نه یوازي کیږي

۱۳۹۰ مهر ۱۷, یکشنبه

د افغانستان د جګړې د پیل څخه لس کاله وروسته اوس هم آلماني چارواکي له دغې جګړې څخه دفاع کوي. خو وایې، هغه څه چې یې له دغې جګړي څخه انتظار کیده لا تر اوسه په پشپړه توګه په لاس نه دي راغلي. ميرکل ددغه د ماموريت څڅه دفاع کوي

https://p.dw.com/p/12oDw
د آلمان صدراعظمه
د آلمان صدراعظمهانځور: dapd

د آلمان فدرالي حکومت په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت لس کاله له هیلو او نا هیلیو سره جوخت وګنل. صدراعظمې مرکل په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور د لسمی کالیزی په مناسبت وویل:

«مهمه خبره دا ده چې القاعده نور هلته فعاله نه ده او نه نفوذ لري څرنګه چې د دې عملیاتو څخه مخکی یی درلودله.»

 د آلمان صدراعظمې له دغه ماموریت څخه دفاع وکړه او هغه یې د تروریزم پر ضد جګړې لپاره  مهم وګانه. مرکل د جمعی په ورځ د خپل هیواد له نورو لوړ پوړو چارواکو سره په یوي لیدنه کتنه کی وویل چې د افغانستان خلکو ته باید دا احساس ورکړ شی چی له دې هیواد څّخه له وتلو وروسته هم دوی یواځي نه پریښودل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې میرمن مرکل اعتراف وکړ چې له ټاکلو انتظارونو سره سم لا تر اوسه هم په افغانستان کې سوله اوامنیت لا  ټینګ شوی نه دی. هغی وویل:

«مونږ په دی هم پوهیږو چی زمونږ د معیارونو سره سم هلته نه د بشري حقونو وضعیت کې بدلون راغلی او نه هم سوله ټینګه شوې ده.»

د آلمان د دفاع وزیر، توماس دیمیزیر، هم د ناتو د دفاع وزیرانو د پنجشنبه د ورځي په غونډه کې د خپل هیواد له پوځي ماموریت څخه دفاع وکړه. دیمیزیر په افغانستان کې د لاس ته راړنو په اړه وویل:

«زمونږ پوځي مداخله پر ځای  وه، خو هغه انتظارونه چی مونږ ټاکلی ؤ هغه ډیر لوړ ؤ او دا هغه یو درس  دی چی مونږ یې باید له دی ماموریت څخه واخلو.»

هغه زیاته کړه چی په دې انتظارونو کې دا هم شامل ؤ چې نړیوالې ټولنې غوښتل  په افغانستان کې لویدیځه ډول دیموکراسی رامنځ ته کړی چې د هغه په وینا د افغانستان له کلتور سره نه جوړیږی.

د آلمان د دفاع وزیر همداراز وویل چې په افغانستان کې باید اوس پر دوو هدفونو باندی زیات ټینګار وشی. هغه زیاته کړه:

«لومړی دا چی مونږ غواړو له افغانستان څخه بیا نړی ته ترهګري  صادره نه شي. بل دا چی مونږ غواړو د خپل پوځي ماموریت سره افغان امنتیی ځواکونه په خپلو پښو ودرو.»

دیمیزیر زیاته کړه چې له افغانستان څخه د آلماني سرتیرو ایستل د پلان په مطابق  پلی کیږي خو له ۲۰۱۴ کاله وروسته هم آلمان له نړیوالې تولنې سره یو ځای د دې هیواد سره مرستو ته دوام  ورکوی. د هغه په وینا آلمان به د اړتیا په صورت کې آن د ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپل وسلوال پوځ له طریقه افغانستان سره مرستي وکړي.

د آلمان د اقتصادی څیړنو د انستیتوت DIW د یوی څيړنې له مخې د افغانستان جګړه د آلمان لپاره ۱۷ ملیارد ایرو تمامه شوی ده. دا د آلمان د حکومت د خپل اټکل څخه چې پنځه ملیارده ایرو ده دری برابره زیاته ده.

د نوموړي انستیتوت د پرمختیایې او امنیتي څانګو مسوول، تلیمن برویک، وویل چی په دغو لګښتونو کې د آلمان پوځي پرسونل، لوژستیکي لګښتونه، د سیمه ایز ثبات  لپاره د آلمان د پرمختیایې او د بهرنیو چارو د وزراتونو او نور داسې ادارو لګښتونه هم شامل دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش