1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل او اولاند له یونان څخه د ریفورمونو د پلي کولو غوښتنه کړې ده

۱۳۹۱ شهریور ۳, جمعه
https://p.dw.com/p/15vvd

د المان صدراعظمې انگلا میرکل له یونان څخه غوښتي دي چې د خپلو ریفرمونو د پلي کولو په پرواگرامونو دې عمل وکړي. هغې تیره ورځ په برلین کې د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاند سره ولیدل. دواړه مشران پر دې راضي شوي دي چې اتن دې د نور وخت له پاره انتظار نه باسي.

د میرکل په وینا یونان باید خپل کړې ژمنې تر سره کړي. په پام کې ده چې میرکل به نن د یونان د صدراعظم انتونیوس سماراس، سره وویني او د اونۍ په پای کې به فرانسې ته سفر وکړي. اروپایي مشرانو ویلي دي چې د یونان په هکله هره پریکړه به د اروپا د کمیسیون، د اروپا د مرکزي بانک او د نړیوال وجهي صندوق د مفتشانو د رپوټ په رڼا کې تر سره شي. د یورو د زون مشر کلاوډي یونکر ویلي دي چې سماراس پر دې پوهیږي چې وضعیت څومره جدي دئ.