1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل او اولاند نن په المان کې سره ویني

۱۳۹۱ مهر ۱, شنبه
https://p.dw.com/p/16CgV

د فرانسې او المان مشران نن سره ویني چې په ۱۹۶۲م کال کې د شال دي گول، د یوې مهمې او اساسي وینا یادون وکړي. د المان صدراعظمه انگلا میرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، به د المان په سویل لویدیځ ښار لودویگزبورگ Ludwigsburg کې سره غونډه وکړي چیرې چې دې گول، تر دویمې نړیوالې جگړې وروسته د المان ځوانانو ته د بیا پخلاینې پر وخت یوه مهمه وینا اورلې وه. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې دواړه مشران به نن دې ته هم وخت وباسي چې په اوسنیو موضاعاتو لکه د یورو زون او د پورونو په برخه کې د ستونزو په اړه هم خبرې اترې وکړي.